کار او کور ته لاسرسی
سره د ACCELAIR 09 سره

کار او کور ته لاسرسی

سره 
د ACCELAIR 09 سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)7 oct. 2021

دا څه شی دی؟

د ACCELAIR 09 برنامه د هر هغه چا لپاره ده چې د کډوال یا مهاجرت اسناد یې ترلاسه کړی یي یا څوک چې د فرعي محافظت یا اجتماعي قوبولي او اسناد ولري. دا کافي ده چې د نړیوال محافظت یا مهاجرت اسناد یې په ایریج (Ariège) کې د یو کال څخه کم وخت کې ترلاسه کړي وي او هلته ژوند کوي (د OFPRA یا CNDA پریکړه لیک د ثبوت په توګه له ځان سره ولري).

دا برنامه د هراړخیز، تخصصي، انفرادي او شخصي ملاتړ وړاندیز کوي. د عامه، خصوصي او اداری شریکانو سره یوځای، ACCELAIR 09 ټولنیز او اداري ملاتړ (د حقونو خلاصول) او همدارنګه کور ته د لاس رسي او په ډیپارټمنټ کې دندې او روزنې ته د لاسرسی وړاندیز هم کوي.

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

9 - Ariège

مهم!

په ایریج Ariège ښار کې میشت اوسئ

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

9 - Ariège

مهم!

په ایریج Ariège ښار کې میشت اوسئ

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا

ولې دا په زړه پورې ده؟

د متخصصینو یوه ډله چې د شریکانو او ژباړونکو سره یوځای کار کوي

د ACCELAIR 09 ټیم د ټولنیز مالاتړ، استوګني، کارموندنې او روزنې ته د لاس رسي په برخه کې د مسلکي کسانو څخه جوړ شوی دی، د مهاجرینو په ملاتړ کې تخصص لري او کله ناکله د پوهاوي د اسانتیا لپاره د ژباړونکي هم استخدام وي.

اکسلیر ACCELAIR 09 له اداراي او د مهاجرینو په پاملرنې کې تخصص لرونکو اړخونو سره په ګډه کار کوي او همدارنګه د عامه قوانینو ټولو اړوند سیکتورنه چې د کارموندنې، روزنې، استوګنې او اوسیدني ځای په برخو کې مداخله کوي سره یوځای کوي.

کور ته د لاسرسي په برخه کې ملاتړ

اکسلیر ACCELAIR 09 د کډوالو سره مرسته کوي چې خپل لومړي خپلواک استوګنځي ته لاسرسی ومومي:

  • د هستوګنې په موندلو کې ملاتړ: په فرانسه کې د کور د واقعیتونو او ستونزو په اړه ځانګړی چمتووالی (انفرادي او ډله ایز) او د کرایه کونکي د حقونو او دندو په اړه معلومات.
  • په نوي هستوګنځي کې میشت کیدو په اړه انفرادي ملاتړ.
  • په کور کې د پاتې کیدو لپاره ملاتړ.
  • په ورته وخت کې، نور لنډمهاله حلونه لټوي او پلي کوي. د مثال په توګه، ټولنیز استوګنځی، د ځوانانو کور، د کرایې په اړه منځګړیتوب، کرایه، د لنډمهاله کور تخصیص، ګډ استوګنځی، اوداسي نور)

د مسلکي ادغام لپاره ملاتړ

- د کارموندنې په برخه کې ملاتړ: ارزونه، د مسلکي پروژې جوړول، د کار موندنې تخنیکونه، د مرکو چمتو کول، د کارمندانو سره ناستې او داسې نور.

- د ژبې زده کړه او یا مسلکي روزنې په برخه کې ملاتړ : د روزنې او لارښوونې تعلیمي مسیر رامینځته کول، د کار ځای یا شغل سره مناسبه روزنه، د ځانګړي روزنې کورسونو رامینځته کولو په موخه ملاتړ چې د عام قانون لخوا پوښل شوي ندي، او داسې نور.

- د دندې د ساتلو لپاره ملاتړ: د مثال په توګه د ګمارونکي یا روزنې سازمان سره د تړون یا روزنې پرمهال د اړوند شخص ملاتړ او مرسته کول.

ټولنیزاو اداري ملاتړ

- د حقونو خلاصول، لاس رسی او ساتنه؛

- د نړیوال خوندیتوب یا مهاجرت اسنادو پورې اړوند ځانګړي طرزالعملونه او اجراآت، لکه (OFPRA، OFII، Prefecture، CAF او داسي نور).

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

راشئ له موږ سره ووینئ

زموږ پته: Partenaire Hérisson Bellor

26 chemin de la Chartreuse 09100 Pamiers

یوازې د ملاقات وخت لرلو په صورت کې

کارې ځایونه: Foix et Pamiers

یا له موږ سره د بریښنالیک یا تلیفون له لارې اړیکه ونیسئ

د ACCELAIR 09 ملاتړ په اړه د هر ډول معلوماتو لپاره یوازې د چهارشنبې په ورځ دې شمیرې 0622794494 ته زنګ ووهئ یا accelair09@forumrefugies.org ته بریښنالیک ولیکئ

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
5 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Forum réfugiés

Forum réfugiés