کار او کور ته لاسرسی
سره د ACCELAIR 82 سره
دا څه شی دی؟
د ACCELAIR 82 برنامه د هر هغه چا لپاره ده چې د کډوالۍ حیثیت یې ترلاسه کړی یا څوک چې د فرعي محافظت څخه ګټه پورته کوي. دا کافي ده چې دا نړیوال محافظت په ترن-ای-ګارون (Tarn-et-Garonne) کې د یو کال څخه لږ وخت کې یې ترلاسه کړی وي او هلته ژوند وکړي (د OFPRA یا CNDA پریکړه لیک د ثبوت په توګه له ځان سره ولری).
دا برنامه هراړخیز ، تخصصي ، انفرادي او شخصي ملاتړ وړاندیز کوي. د عامه، خصوصي او اداری شریکانو په هماکاری، ACCELAIR 82 ټولنیز او اداري ملاتړ (د حقونو خلاصول) او همدارنګه کور ته لاس رسی او په څانګه کې دندې او روزنې ته د لاس رسې وړاندیز کوي. .
دا د چا لپاره دی؟
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
82 - Tarn-et-Garonne
په تارن-ای-ګارون (Tarn-et-Garonne) سیمه کې میشت اوسئ
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
82 - Tarn-et-Garonne
په تارن-ای-ګارون (Tarn-et-Garonne) سیمه کې میشت اوسئ
ولې دا په زړه پورې ده؟
د متخصصینو یوه ډله چې د شریکانو او ژباړونکو سره کار کوي
د ACCELAIR 82 ټیم د ټولنیز مالتړ، کور او کارموندنې / روزنې ته د لاس رسې په برخه کې د مسلکي کسانو څخه جوړ شوی دی، د مهاجرینو سره د ملاتړ په برخه کې تخصص لري او کله ناکله د پوهاوي د اسانتیا لپاره ژباړونکې هم استخدامه موي .
د اکسلیر ACCELAIR 82 ټیم له اداري، د مهاجرینو په پاملرنې کې تخصص لرونکو اړخونو سره په شریکه کارکوي او همدارنګه د کارموندنې، روزنې، استوګنې په برخو کې د عامه قانون ټولو اړونده برخو سره یوځای کار کوي.
کور ته د لاسرسي په برخه کې ملاتړ
اکسلیرACCELAIR 82 د کډوالو سره مرسته کوي چې خپل لومړی خپلواکه استوګنځای ته لاسرسی ومومي:
- د هستوګنې په موندلو کې ملاتړ: په فرانسه کې د کور مندني د ستونزو او وضعیت په اړه ځانګړي چمتووالی (انفرادي او ډله ایز) او د کرایه کونکي د حقونو او دندو په اړه معلومات.
- په نوي هستوګنځي کې د میشت کیدو یا خای په ځای کیدو انفرادي ملاتړ.
- په کور کې د پاتې کیدو لپاره ملاتړ.
- په ورته وخت کې، نور لنډمهاله حلونو لټولو او پلي کول. د مثا په توګه، ټولنیز استوګنځی، د ځوانانو کور، د کرایې په اړه منځګړیتوب، کرایه، د لنډمهاله کور تخصیص، ګډ استوګنځي او داسي نور)
د مسلکي ادغام لپاره ملاتړ
- د کارموندنې په برخه کې ملاتړ: ارزونه، د مسلکي پروژې جوړول، د کار موندنې تخنیکونه، د مرکو چمتو کول، د کارمندانو سره ناستې او داسې نور.
- د ژبې زده کړه او یا مسلکي روزنې په برخه کې ملاتړ: د روزنې او لارښوونې تعلیمي مسیررامینځته کول، د کارې بخش سره تړلي مناسبه روزنه، د ځانګړو روزنیزو کورسونو رامینځته کولو لپاره ملاتړ چې د عام قانون لخوا پوښل شوي ندي، او داسې نور.
- د دندې د ساتلو يا په دنده کې د پاته کیدلو لپاره ملاتړ: د مثال په توګه د ګمارونکي یا روزنې سازمان سره د تړون یا روزنې پرمهال د اړونده شخص ملاتړ.
ټولنیز او اداري ملاتړ
- د حقونو خلاصول او ساتنه؛
- د نړیوال خوندیتوب پورې اړوند ځانګړي طرزالعملونه او اجراآت، لکه (OFPRA، OFII، Prefecture، CAF او داسي نور).
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
راشئ له موږ سره ووینئ
زموږ پته:
21 rue Armand Saintis - 82000 Montauban
یوازې د ملاقات وخت لرلو په صورت کې
یا موږ سره د بریښنالیک یا تلیفون له لارې اړیکه ونیسئ
د ACCELAIR 82 ملاتړ په اړه د هرډول معلوماتو لپاره، 05.67.75.00.30 ته زنګ ووهئ. (یوازې په چهارشنبه) یا دې ایمیل ادرس accelair82@forumrefugies.org ته بریښنالیک ولیکئ