کار او کور ته لاسرسی وموئ
سره د ACCELAIR 34 سره
دا څه شی دی؟
د ACCELAIR 34 برنامه د هر هغه چا لپاره ده چې د کډوالۍ حیثیت یا د مهاجرت اسناد یې ترلاسه کړی يي یا څوک چې د فرعي محافظت څخه ګټه پورته کوي. دا کافي ده چې نړیوال محافظت یا د مهاجرت اسناد یې په هیرولټ ('Hérault) کې د یو کال څخه لږ وخت نه ترلاسه کړي وي او هلته ژوند کوي(د OFPRA یا CNDA پریکړه لیک د ثبوت په ډول کفایت کوي).
دا برنامه د هراړخیز ، تخصصي ، انفرادي او شخصي ملاتړ وړاندیز کوي. د عامه، خصوصي او اداري شریکانو او همکارانو په مرسته، ACCELAIR 34 ټولنیز-اداري ملاتړ (حقونو ته لاس رسی) او همدارنګه کور ته د لاسرسي او په څانګه کې دندې او روزنې ته د لاسرسي وړاندیز کوي.
دا د چا لپاره دی؟
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
34 - Hérault
په هیرولټ ('Hérault) کې هستوګنځای او پته لرل
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
34 - Hérault
په هیرولټ ('Hérault) کې هستوګنځای او پته لرل
ولې دا په زړه پورې ده؟
د متخصصینو یوه ډله چې د همکارو ادارو او ژباړونکو سره یو ځای کار کوي
د ACCELAIR 34 ټیم د ټولنیز ملاتړ، هستوګنخای او کارموندنې او روزنې ته د لاسرسي په برخه کې د مسلکي کسانو څخه جوړ دی، چې د مهاجرینو د ملاتړ په برخه کې تخصص لري او د ضرورت په وخت کې د ژباړونکو څخه په چارو او اجراآتو کې د پوهاوي او اسانتیا لپاره استخدام وي.
د ACCELAIR 34 اداری شریکان او همکاران چې د مهاجرینو په پاملرنې کې تخصص لري او همدارنګه د کارموندنې، روزنې، اوسیدني او هستوګنې په برخو کې د عامه قانون ټول اړونده مسؤولین او فعالیت سره یوځای کوي.
کور ته د لاسرسي لپاره ملاتړ (کور ته او په کور کې)
د ACCELAIR 34 د کډوالو سره مرسته کوي چې د دوی خپل لومړي خپلواکه استوګنځي ته لاسرسی ومومي:
- د هستوګنې په موندلو کې ملاتړ: په فرانسه کې د هستوګني او کور د شرایطو په اړه ځانګړی چمتووالی (انفرادي او ډله ایز) او د کرایه کونکي د حقونو او دندو په اړه معلومات.
- په نوي استوګنځي کې د اوسیدو او ځای په خای کیدو کې انفرادي ملاتړ.
- په کور کې د پاتې کیدو او ساتني په موخه ملاتړ.
په ورته وخت کې، نور لنډمهاله حلونه لټول کیږي او عملي کیږي. د مثال په ډول ( ټولنیز استوګنځی، د ځوانانو کور، د کرایې منځګړیتوب، کرایه، د لنډمهاله کور تخصیص، ګډ استوګنځی، او داسي نور)
د مسلکي ادغام لپاره ملاتړ
- د کارموندنې په برخه کې ملاتړ: ارزونه، د مسلکي پروژې جوړول، د کار موندنې تخنیکونه، د مرکو لپاره چمتووالی، د کار ګمارونکو سره ناستې او داسې نور.
- د ژبپوهنې او یا مسلکي روزنې لپاره ملاتړ: د روزنې کورس جوړول او لارښوونه، د کاري ځای سره په تطابق کې روزنه، د ځانګړو روزنیزو کورسونو د جوړولو لپاره تخنیکي ملاتړ چې د عامه قانون لخوا پوښل شوي ندي، او داسې نور.
- د دندې د ساتلو لپاره ملاتړ: د مثال په توګه د کارګر یا روزنیز سازمان سره په ګډه د قرارداد یا روزنې پرمهال له اړونده شخص ملاتړاو مرسته کول.
ټولنیز- اداري ملاتړ
- د حقوقو پرانیستل او ساتل؛
- د نړیوال خوندیتوب پورې یا کډوالی اړوند ځانګړو اجراآتو او چارو کې ملاتړ، لکه (افپرا، اوفي، پریفکتور، کاف او داسي نور) سره تړلي چاري.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
راشئ له موږ سره ووینئ
زموږ پته:
ACCELAIR 34 - 265 Avenue des États du Languedoc - Tour du Polygone – 7ème étage 34000 MONTPELLIER
یوازې د ملاقات وخت اخیستو له لارې
یا موږ سره د بریښنالیک یا تلیفون له لارې اړیکه ونیسئ
د ACCELAIR 34 ملاتړ په اړه د هرډول معلوماتو لپاره لاندې تلیفون شمیرې ته زنګ ووهئ : 0467225516
یا accelair34@forumrefugies.org ته بریښنالیک ولیکئ