دندې او کور ته لاسرسی پیدا کړئ
سره د ACCELAIR 69 سره

دندې او کور ته لاسرسی پیدا کړئ

سره 
د ACCELAIR 69 سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)26 mars 2021

دا څه شی دی؟

د ACCELAIR 69 پروګرام د هر هغه چا لپاره ده چې د کډوالۍ حیثیت یې ترلاسه کړی وي یا څوک چې د فرعي محافظت څخه ګټه پورته کوي. دا کافي دي چې دا نړیوال محافظت په رون کې د یو کال څخه لږ وخت لپاره ترلاسه کړئ او هلته ژوند وکړئ (د OFPRA یا CNDA پریکړه لیک ثبوت دی).

دا برنامه او پروګرام یو جامع ، تخصصي ، انفرادي او شخصي ملاتړ وړاندیز کوي. د عامه ، خصوصي او سازماني شریکانو او همکارانو سره په ګډه، ACCELAIR 69 ټولنیز-اداري ملاتړ (د حقونو خلاصول) وړاندې کوي، او همدارنګه هستوګني، کور ته لاسرسی او په څانګه کې دندې او یا روزنې ته لاسرسی کې مرسته او ملاتړ.

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

په رون (Rhône) ښار کې میشته او ژوند کول

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

69 - Rhône

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
مهم!

په رون (Rhône) ښار کې میشته او ژوند کول

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

69 - Rhône

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا

ولې دا په زړه پورې ده؟

د متخصصینو یوه ډله چې د شریکانو، همکارانو او ژباړونکو سره کار کوي

د ACCELAIR 69 ټیم چې د ټولنیز ملاتړ، کورونو او کارموندنې او یا روزنې ته لاسرسي په برخه کې له متخصصینو څخه جوړ دی، دوی د کډوالو عامه ملاتړ کې تخصص او تجربه لري او د ضرورت سره سم د تفاهم او اړیکو اسانولو لپاره ژباړونکي هم استخداموي.

اکسیلیر 69 (ACCELAIR) بنسټیز شریکان، هغه شریکان دي چې د کډوالو په پاملرنې کې متخصص او تجربه لرونکي دي او د عامه حقوقو ټول اړونده اړخونه چې د کار مندني، روزنې او هستوګنې په برخو کې مداخله کوي.

کور ته لاسرسي کې ملاتړ او مرسته

اکسلیر (ACCELAIR 69) کډوالو سره مرسته کوي خپل لومړي خپلواک استوګنځي ته لاسرسی ومومي:

  • د هستوګنې موندلو کې ملاتړ: په فرانسه کې د هستوګنې واقعیتونو او وضعیت په اړه ځانګړي چمتووالي (انفرادي او ډله ایز) او د کرایه دار حقونو او دندو په اړه معلومات.
  • په نوي هستوګنځای کې د میشته کیدو لپاره انفرادي ملاتړ.
  • د کور په ساتنه کې ملاتړ.

په ورته وخت کې، د نورو لنډمهاله حلونو لټول او لارې چاري لټول. (مثال: ټولنیز استوګنځی، د ځوانانو استوګنځی، د کرایې ورکولو منځګړیتوب ، کرایه ، د کور لنډمهاله تخصیص، ګډ استوګنځی ، او نور)

د مسلکي ادغام لپاره ملاتړ

  • د دندې په لور ملاتړ: ارزونه ، د مسلکي پروژې جوړول ، د دندې لټون تخنیکونه ، د مرکو چمتو کول ، له کار ګمارونکو سره ناستې ، او نور.
  • د ژبې زده کړه او یا مسلکي روزنې په لور ملاتړ: د روزنې او لارښود لارې رامینځته کول ، د کاري مسلک سره سمه روزنه، د ځانګړي روزنې کورسونو رامینځته کولو لپاره ملاتړ چې د عامه حقوقو لخوا ندې پوښښ شوي او تمیول شوي او داسې نور.
  • د دندې ساتلو او دوام لپاره ملاتړ: د مثال په توګه، د کارمند یا روزنې سازمان سره د تړون یا روزنې پرمهال د اړونده شخص ملاتړ.

ټولنیز-اداري ملاتړ

  • د حقونو پرانیستل او ساتنه
  • د نړیوال محافظت یا مهاجرت پورې اړوند ځانګړي پروسیژرونه او اجراآت لکه (اوفي OFPRA ، OFII ، پریفیکتور، CAF ، او نور).

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

موږ سره اړیکه ونیسئ

د ACCELAIR 69 ملاتړ په اړه د هرډول معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ مونږ ته بریښنالیک واستوئ: orientation.accelair@forumrefugies.org

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
8 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
13دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Forum réfugiés

Forum réfugiés