دندې او استوګنځای ته لاسرسی
سره د PRIR 03 سره
دا څه شی دی؟
د PRIR 03 برنامه د هر هغه چا لپاره ده چې د کډوالۍ حیثیت یې ترلاسه کړی وي یا څوک چې د فرعي محافظت(اجتماعي قبولي) څخه ګټه پورته کوي. دا کافي ده چې نړیوال محافظت یا د مهاجرت اسناد یې د یو کال څخه تر کمې مودې نه د الیر ښار کې ترلاسه کړي وي او پدې ښار کې ژوند کوي (د OFPRA یا CNDA پریکړه لیک د ثبوت په توګه له ځان سره لرل کافي دي).
دا برنامه د هراړخیزه ، تخصصي ، انفرادي او شخصي ملاتړ وړاندیز کوي. د عامه، خصوصي او اداری شریکانو په همکارۍ، PRIR 03 ټولنیز او اداري ملاتړ وړاندې کوي لکه (حقونو ته لاس رسي) او همدارنګه استوګنځای ته او په څانګه کې دندې او روزنې ته په لاس رسې کې مرسته کوي.
دا د چا لپاره دی؟
په ایلیرAllier ښارکې میشت اوسئ
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
3 - Allier
په ایلیرAllier ښارکې میشت اوسئ
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
3 - Allier
ولې دا په زړه پورې ده؟
د متخصصینو یوه ډله چې د شریکانو او ژباړونکو سره کار کوي
د PRIR 03 ټیم دټولنیزو چارو ملاتړکونکو او د استوګني په برخه کې مسلکي کسانو او کارموندنې او روزنې ته د لاس رسي په برخه کې له مسلکي کسانو څخه جوړ دی، چې د کډوالو د ملاتړ په برخه کې تخصص لري او د ضرورت په وخت کې د پروسیجرونو او چارو د پوهیدو په موخه له ژباړونکو څخه استفاده کوي.
پریر PRIR 03 اداری شریکان، او د مهاجرینو په پاملرنې کې تخصص لرونکي شریکان او د کارموندنې، روزنې او استوګنې په برخو کې د عامه قانون ټول فعالین سره یوځای کوي.
استوګنې ته د لاسرسي لپاره ملاتړ ( د اوسیدو ځای او له هغه ورسته ملاتړ).
پریر PRIR 03 له کډوالو سره مرسته کوي چې خپل لومړي خپلواک استوګنځي ته لاسرسی ومومي:
د استوګنې په موندلو کې ملاتړ: په فرانسه کې د کور یا استوکنځای په اړه ځانګړی چمتووالی (انفرادي او ډله ایز) او د کرایه کونکي د حقونو او دندو په اړه معلومات برابرول.
- په نوي استوګنځي کې د اوسیدو یا ځای په ځای کیدو کې انفرادي ملاتړ.
- په کور کې د پاتې کیدو لپاره ملاتړ.
- په ورته وخت کې، نورې لنډمهاله د حل لارې چارې هم لټول کيږي. ( مثال: ټولنیز استوګنځی، د ځوانانو کور، د کرایې منځګړیتوب، کرایه، د لنډمهاله کور تخصیص یا مالي مرسته، د په کور کې ګډ اوسیدونکي او نور )
په مسلکي ادغام کې ملاتړ
- د کارموندنې په برخه کې ملاتړ: ارزونه، د مسلکي پروژې جوړول، د کار موندنې یا لټون تخنیکونه، د مرکو لپاره چمتووالی، د کار ګمارونکو سره ناستې او داسې نور.
- د فرانسوي ژبې او یا مسلکي روزنې ترسره کولو کې ملاتړ: د زده کړي کورس جوړول او لارښوونه، د کارځای اړتیاو سره سمه روزنه، د ځانګړو روزنیزو کورسونو د جوړولو لپاره ځانګړی ملاتړ چې د عام قانون لخوا پوښل شوي ندي، او داسې نور.
- د دندې ساتلو لپاره ملاتړ: د مثال په توګه د ګمارونکي یا روزنې سازمان سره د تړون یا روزنې پرمهال د اړونده شخص ملاتړ.
ټولنیز او اداري ملاتړ
- د حقوقو پرانیستل او ساتل؛
- د نړیوال خوندیتوب پورې اړوند ځانګړي چارو او اجراآتو کې ملاتړ او مرسته، لکه (پریفکتور Prefecture، کافCAF، اوفيOFII، افپرا OFPRA او داسي نور).
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
راشئ له موږ سره ووینئ؟
یوازې د لیدنې د وخت په لرولو سره:
موږ په الیرAllier ډیپارټمنټ یا څانګه کې 3 ځایونه لرو:
- مولن Moulins
- (ویچي Vichy ته نږدې)کوسیت Cusset
- مونتلوسون Montlucon
یا موږ سره د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ؟
د PRIR 03 سره د هر ډول معلوماتو لپاره یا د ملاقات وخت اخیستلو په موخه، تاسو کولی شئ یو بریښنالیک لاندې ایمیل ته واستوئ: prir03@forumrefugees.org