په ګرینوبل Grenoble کې مدني خدمت ترسره کړئ
سره د Coop'R United-City سره
دا څه شی دی؟
د ځوانو فرانکوفون او د بيلابېلو هویتونو اللوفون (هغه کسان چې په فرانسوي ژبه خبرې نشي کولای) په ډله کې د پیوستون د مدني خدماتو ماموریت ته ژمنتیا. د سه شنبې څخه تر جمعې پورې د 8 میاشتو لپاره.
د Coop'R ماموریت د دوو موخو اړوند جوړ شوی دی:
- د بېلابېلو فرهنګونو له یو ټیم سره يوځای کار کول زده کړئ او په فرانسوي ژبه کې پرمختګ وکړئ د FLE کورسونو او ASL (ټولنیز ژبپوهنې ورکشاپونو) له لارې چې د فرانکوفون کسانو (هغه کسان چې په فرانسوي ژبه خبرې کوي) له لوري رامینځته شوي.
- د نورو سره مرسته کول او خپل ځان ګټور وګرځوئ : څلور راضاکاره ټیمونه (2 الوفون او 2 فرانسوي خبرې کونکي) هره اونۍ د ورته ګډونکونکو سره په سیمه کې د شریکو اړخونو په ملاتړ مداخله کوي. د مثال په توګه، دوی باید د لویانو سره ورکشاپونه رهبري کړي، یا له ماشومانو سره لوبي ترسره کوي چې په فرانسوي ژبه خبرې نه کوي.
د دې پروژې نه ترلاسه شوي تجربه به تاسو ته اجازه درکړي چې په ځان باور ترلاسه کړئ، مختلفو چاپیریالونه سره ځان اشنا کړئ او همدارنګه په ټیم کې کارکول په ښه توګه ترسره کړئ.
د Unis cité په مدني خدمت کې ادغام کیدل یوه ګډه تجربه ده چې د لیدنو او موندنو څخه بډایه ده.
یادونه: په دې پروګرام کې د ګډون لپاره، تاسو باید د 18 او 25 کلونو ترمنځ عمر ولرئ، او د معلولیت لرونکو کسانو لپاره 30 کلن ټاکل شوی.
دا د چا لپاره دی؟
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
38 - Isère
8 میاشتې، 28 ساعته/ اونۍ
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
38 - Isère
8 میاشتې، 28 ساعته/ اونۍ
ولې دا په زړه پورې ده؟
د خپل هم عمرو کسانو او مختلف ملیتونو ځوانانو سره لیده کاته ترسره کړئ
تاسو به د مدني خدمت موده د ځوانو فرانسوي کسانو او مهاجرینو په ډله کې ترسره کړئ. دا یو فرصت دی چې ستاسو د عمر نورو خلکو سره ووینئ.
په فرانسوي ژبه کې پرمختګ
د فرانکوفون ملګرو سره د فرانسوي ژبي FLE اونیز کورسونه او ژبني ټولنیز ورکشاپونه
د ملکي خدماتو ترسره کولو په مقابل کې تادیه ترلاسه کړئ له 580 یورو څخه په میاشت کې
د مدني خدمت حالت سره، تاسو به وکولی شئ په میاشت کې د 580 یورو تخصیص څخه ګټه پورته کړئ.
د سیمې په یوه سکتور یا خلکو په وړاندې د خدمت جګه شئ
د نورو خلکو سره د مرستې لپاره بېلا بېلي پروژې: د بیلګې په توګه د لویانو، ماشومانو سره ...
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
موږ سره د تلیفون یا بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ!
پولین بواسونا Pauline Boissonnat - د ټیم او د پروژې همغږي کونکي
- تلیفون: 0669397873/0476639226
- بریښنالیک: pboissonnat@uniscite.fr
- پته:
- 1 rue Victor Lastella - 38,000 Grenoble
د استخدام نیټې او د ژمنې موده
معلومات او استخدام له جون څخه تر سپټمبر یا اکتوبر پورې.
دپرګرام پيل د نومبر له پیل څخه د جون تر پایه پورې.