ایا تاسو چمتو یاست چې د ټیکنالوژۍ به برخه کې خپل کار پیل کړئ؟
سره د Le Boost سره
دا څه شی دی؟
ایا تاسو چمتو یاست چې د ټیکنالوژۍ په برخه کې خپل مسلک او کار پیل کړئ؟
د سیسټیک ټیم خوښ دی چې تاسو ته د بوسټ برنامې لومړۍ نسخه وړاندې کوو چې موږ اوس مهال پدې برخه کې نوې کسان استخدام کوو.
بوسټ (Le Boost) یو وړیا او بشپړ پروګرام دی (د تجهیزاتو پوښښ، ټرانسپورټ، د ماشومانو پالنه) د بې ځایه شویو میرمنو لپاره چې غواړي د ټکنالوژۍ او ډیجیټل سکټور کې خپل مسلک او کار پیل کړي.
د فبروري له 15 څخه او د 10 اونیو لپاره دی چې د بوسټ پرګرام کې د ګډون کونکو او د هغوی مسلکي ادغام کې ملاتړ کیږي.
د پروګرام په جریان کې، ګډون کوونکي په اونۍ کې تر 8 ساعتونو پورې ګډون کوي، په شمول د 2 ساعتونو د فرانسوي ژبې کورسونه او له دوې سره د ټکنالوژۍ او ډیجیټل برخه کې دوه داوطلبه مسلکي مخصیصین په انفرادي توګه مرسته او ملاتړ کوي. ترڅو ددوی په ادغام کې لارښوونه کوي او د مسلکي فرانسوي تمرین کولو کې مرسته کوي.
دا د چا لپاره دی؟
یوازې د ښځو لپاره
ټوله فرانسه
10 اونۍ
یوازې د ښځو لپاره
ټوله فرانسه
10 اونۍ
ولې دا په زړه پورې ده؟
د پروګرام موخې
د پروګرام ځانګړې موخې په لاندې ډول دي:
- مسلکي شبکه جوړه ول،
- په فرانسه کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د کاري بازار پیژندل،
- د دوی نرم مهارتونو ته وده ورکول او په نښه کول،
- د دندې لټون لپاره اړین عناصر او امکانات برابر ول.
د پروګرام موخې:
د انتخاب یا غوره کولو معیارونه :
- د ښځینه په توګه ځان را پیژندل
- د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه پورته کړئ (کډوال، فرعي محافظت، لنډمهاله خوندیتوب، او نور) په مستقیم ډول یا د دوی د کورنۍ له لارې
- د 18 څخه ډیر عمر درلودل
- د چهار شنبې په ورځ د ماښام له 6 بجو څخه تر 8 بجو پورې شتون ولري 🕕
- په اونۍ کې د 10 ساعتونه په اندازه پروګرام ته وخت ورکول
- په فرانسوي ژبې د پوهې کچه ولرئ
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
http://sis.tech/apply/
هر کاندید باید له ټیم سره د ویډیو له لارې د هڅونې مرکه ترسره کړي.