کار او کور ته لاسرسی
سره د PRIR 15 سره

کار او کور ته لاسرسی

سره 
د PRIR 15 سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)14 avr. 2021

دا څه شی دی؟

د PRIR 15 برنامه د هر هغه چا لپاره ده چې د کډوالۍ حیثیت یا مهارجرت اسناد یې ترلاسه کړی وي یا څوک چې د فرعي محافظت (د مهاجرت ټولنیز اسنادو) څخه ګټه پورته کوي. دا کافي دی چې دا نړیوال محافظت په کانتال کې د یو کال څخه لږ وخت لپاره ترلاسه شوی وي او هلته ژوند کوی (د OFPRA یا CNDA پریکړه لیک د ثبوت په توګه درسره وي).

دا پروګرام یو جامع ، تخصصي ، انفرادي او شخصي ملاتړ وړاندیز کوي. د عامه، خصوصي او سازماني شریکانو له لارې، PRIR 15 د ټولنیز او اداري ملاتړ (د حقونو خلاصول) وړاندیز کوي، په خاص ډول کور یا هستوګنځای ته او په څانګه کې دندې او روزنې ته د لاسرسی په اړه.

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

15 - Cantal

مهم!

په کانټال کې میشته اوسئ او ژوند کوئ

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

15 - Cantal

مهم!

په کانټال کې میشته اوسئ او ژوند کوئ

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا

ولې دا په زړه پورې ده؟

د متخصصینو یوه ډله چې د شریکو اړخونو او ژباړونکو سره يوځای کار کوي

د PRIR 15 ټیم په ټولنیز ملاتړ، هستوګنې، کارموندنې او روزنې ته د لاسرسي به برخو کې له متخصصینو او مسلکي کسانو څخه جوړدی، چې د کډوالو عامه ملاتړ کې تخصص لري او د اړتیا په صورت کې ژباړونکي هم استخدامه وي ترڅو د خبرو اترو په افهام او تفهیم او اجراآتو کې اسانۍ رامینځته کړي.

د پرپ (PRIR 15) اساسي همکارو اړخونو څخه ادارې بنسټیز شریکان، د مهاجرینو په پاملرنې کې متخصص او مسلکي شریکان او ټول هغه سیکتورونه او مسلکي فعلان چې د کار قانون، روزنې او هستوګنې په برخو کې کار کوي له دې پروګرام سره همکار دي.

د هستوګنې په لاسته راوړلو کي ملاتړ

پرپ (PRIR 15) له کډوالو سره د خپل لومړي خپلواک استوګنځي ته د لاسرسی موندلو کې مرسته کوي:

  • د هستوګنځي موندلو او لټون کې ملاتړ: په فرانسه کې د هستوګنې په اړه د مشکلاتو او شرایطو لپاره (انفرادي او ډله ایز) ځانګړی چمتووالی او د کرایه دار حقونو او دندو په اړه معلومات.
  • انفرادي ملاتړ کله چې نوي هستوګنې کې میشته کیږئ.
  • په کور کې د پاتې کیدو یا ساتني په موخه ملاتړ.

په ورته وخت کې نورې لنډمهاله حل لارې لټول کیږي او پلي کیږي. د مثال په توګه ( ټولنیز استوګنځی، ځوانانو استوګنځی، د کرایې منځګړیتوب، کرایه، د کور لنډمهاله تخصیص یا مالي ملاتړ، ګډ استوګنځی او داسي نور)

د مسلکي ادغام لپاره ملاتړ

د ګمارنې په لور ملاتړ: ارزونه، د مسلکي پروژې جوړول، د دندې لټون په اړه تخنیکونه، د مرکو لپاره چمتو کول، له کار ګمارونکو سره ناستې او داسي نور.

د ژبې زده کړه او یا مسلکي روزنې په برخه کې ملاتړ: د روزنې مسیر او لارښود رامینځته کول، د کاري ځای یا مسلک له غوښتنو سره سمه روزنه، د ځانګړي روزنې کورسونو رامینځته کولو لپاره ملاتړ چې د عامه حقونو لخوا تر پوښښ او تمویل لاندي نه راځي او داسې نور.

د دندې ساتلو او پاته کیدو لپاره ملاتړ: د مثال په توګه، د قرارداد یا روزنې پرمهال د ګمارونکي یا روزنې سازمان سره په ګډه د اړونده شخص ملاتړ او مرسته کول.

ټولنیز-اداري ملاتړ

  • د حقوقو پرانیستل او ساتنه،
  • د نړیوال محافظت پورې اړوند ځانګړې اجراآت او کړني (OFPRA ، OFII ، پریفیکتور، CAF او داسي نور).

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

راشئ او له مونږ سره وګورئ؟

زموږ پته:

18 rue Paul Doumer 15000 Aurillac

یوزاي د ملاقات وخت په لرلو سره کولای شئ له مونږ سره وګورئ

موږ سره د بریښنالیک یا تلیفون له لارې اړیکه ونیسئ

د PRIR د مرستي او ملاتړ پروګرام په اړه د هرډول معلوماتو لپاره تاسو کولی شئ موږ ته په لاندې ادرس یو بریښنالیک ولیکئ:

prir15@forumrefugies.org

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
3 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Forum réfugiés

Forum réfugiés