د اشپزمرستیال په توګه روزنه ترسره کړئ
سره له SESAME سره
دا څه شی دی؟
سیسام SESAME د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکو یا مهاجرت اسناد لرونکو لپاره د پنځنیمو میاشتو یو روزنیز کورس دی چې په دودیزو خواړو کې د اشپزمرستیال په مسلک کې روزنه ورکوي.
دا روزنه د پولي امپولا یا کار مندني مرکزPôle emploi لخوا تمویلږي او په روزنیز مرکز او شرکت کې ترسره کیږي.
د روزنې په پای کې د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا کډوال به د دوی د فرانسوي کچې د اعتبار لپاره ډیپلوم ترلاسه کړي (DELF) او یو مسلکي سرلیک به د اشپزمرستیال په توګه د دوی روزنه تایید کړي (د مهارتونو د ادراې له لارې).
دا د چا لپاره دی؟
د کارمندني مرکز Pôle emploi سره ثبت شوي او د CIR لرونکي
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
5.5 میاشتې
د کارمندني مرکز Pôle emploi سره ثبت شوي او د CIR لرونکي
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
5.5 میاشتې
ولې دا په زړه پورې ده؟
د اشپز مرستیال مسلک زده کول او لاسرسی ورته لرل
د اشپز مرستیال مسلکي سرلیک یا سند په ترلاسه کولو سره به تاسو وتوانیږئ چې د اشپز مرستیال مسلک زده کړئ، تمرین یې کړئ او ویې پیژنئ.
روزنه په شرکت کې د ستاج په ترسره کولو او په روزنیزمرکز کې ترسره کیږي، چې پدې ډول تاسو هم زده کړه او هم عملي تجربه ترلاسه کوی.
د مسلک په تړاو فرانسوي ژبه زده کړئ
د پخلي یا اشپزي مسلک سره په تطابق د فرانسوي ژبې روزنه تاسو ته ددې امکانات برابروې چې په ژبه کې خپلي کچې ته وده ورکړئ، پداسې حال کې چې د اشپزۍ په بخش کې ستاسو پوهه وده کوي.
دوه ډیپلومونه ترلاسه کړئ
د روزنې په پای کې به تاسو د DELF ازموینه او د پخلنځي یا اشپز مرستیال په توګه مسلکي سند واخلئ ( یوه برخه یا بشپړ).
د دودیزخوړو ریستورانتونو سکتور ډیر زیات کسان په دندو ګماري
دودیز رستورانتونه په منظم ډول د دوی اړتیاو پوره کولو لپاره نوې کسان په دندو ګماري او له همدې امله غواړي چې نوي کسان وګمارې، روزنه ورکړي او په خپلو ټیمونو کې مدغم کړي.
پدې بخش کې د پرمختګ امکانات ډیر زیات دي.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د نورو معلوماتو لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ!
سیسام په څلورو سیمو یا ولایتونو کې شتون لري:
- Île de France : Paris - Anne COUVERT,
anne.couvert@akto.fr, 06.65.60.10.63 - Bretagne : Rennes et Lorient - Julien GUEZINGAR, julien.guezingar@akto.fr, 06.61.64.75.19
- Bourgogne Franche Comté : Dijon - Marion FASSIER, marion.fassier@akto.fr, 06.99.82.09.88
- Grand Est : Strasbourg, Nancy et Mulhouse - Marion FASSIER, marion.fassier@akto.fr, 06.99.82.09.88