په پاریس کې فرانسوي زده کړئ (A2/B1/B2)
سره د Kolone سره

په پاریس کې فرانسوي زده کړئ (A2/B1/B2)

سره 
د Kolone سره

دا څه شی دی؟

د کولون ایسوسی ایشن یا ټولنه د مسلکي او ټولنیز ملاتړ سره د اونۍ په جریان کې د A2 ، B1 او B2 کچو کې د بهرنيانو لپاره فرانسوي کورسونه وړاندې کوي ( د شپې او د اونۍ په اخیر کې کورسونه نه ورکولکیږي).

په اونۍ کې 12 ساعته درس دی چې د مسلکې او وړ ښوونکو لخوا د پاریس په 19 ساحه کې ورکول کیږي.

تاسو همدارنګه کولی شئ د فرانسوي ژبې رسمي ډیپلومونو ته د چمتووالي څخه ګټه واخلئ (DELF ، TCF).

نوم لیکنه په سپتمبر او جنوري کې ترسره کیږي.

د فرانسوي کورسونو سربیره ، د "روزګار" ورکشاپونه ، "روغتیا" ورکشاپونه ، تیاتر او د کال په اوږدو کې کلتوري فعالیتونه هم تنظیم کیږي.

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

دا کورسونه د ابتدایي شاګردانو لپاره نه دي

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

75 - Paris

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 56 کاله
موده

د 4 میاشتو دوره بیا هم نوي کیدونکي ده

د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
30
مهم!

دا کورسونه د ابتدایي شاګردانو لپاره نه دي

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

75 - Paris

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 56 کاله
موده

د 4 میاشتو دوره بیا هم نوي کیدونکي ده

د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
30

ولې دا په زړه پورې ده؟

هر کس کولای شي پدې کورسونو کې داخله وکړي

پناه غوښتونکي ، کډوال ، بې اسنادو مهاجرین ، د کورنۍ یووالی په واسطه راغلې کسان ...

د فرانسوي ژبې B1 کچې ترسره کولو وروسته پوهنتون ته دوام ورکړئ

هغه کسان چې په خپل اصلي هیواد کې د بکلوریا (دولسم صنف سند) معادل ډیپلوم ولري، موږ کولی شو هغوی د B1 کچې سرته رسولو وروسته یوه پوهنتون ته ورمعرفې کړو، چیرته چې به هغوی « فرانسوی په حیث د بهرنۍ ژبې پوهنتون ډیپلوم» (DU-FLE) زده کړې په مخ یوسي.

په مختلفو ورکشاپونو کې برخه واخلئ (روغتیا، دندې، ګرافیک...)

د مختلفو ورکشاپونو وړاندیز:

  • په روغتیا کې د معلوماتو او مخنیوي پروګرام ( نارینه او ښځینه اړیکې، د غاښونوساتنه، واکسینونه او داسې نور).
  • هر کال د ګرافیک ډیزاین نوې پروژه ،
  • انګلیسي او ریاضی کورسونه ،
  • ستاسو د مسلکي ادغام په موخه د مختلفو سکټورونو له متخصصینو او مسلکي کسانو سره ناستې ترسره کول.

ستاسو د انفرادي ملاتړ لپاره د لارښوونې او رهنمایې څخه ګټه پورته کول

تاسو کولای شئ د حرفوي زده کړو، د خپلو زده کړو بیا پيل او یو مسلک په اړه د انفرادي ملاتړ څخه ګټه پورته کړئ...

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

په سپتمبر او جنوري کې ثبت نام کول

ښه پوهیدل: موږ په کال کې شاوخوا له لسو څخه تر پنځلسو (10/15) پوري کسانو د نیولو امکانات لرو، متآسفانه چې موږ نشو کولی ټول کسان ونیسو.

موږ سره د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ

تاسو کولی شئ خپل نوم، تخلص، عمر ، جنس ، پته ، قانوني حیثیت، د تلیفون شمیره، او په فرانسوي ژبه کې د خپلې سويې په هکله ټول لازم معلومات د لاندې بریښنالیک له لارې مونږ ته راواستوئ: kolone.association@gmail.com

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
14 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Kolone

Kolone