دندې او کور ته لاسرسی ترلاسه کړئ
سره د PRIR 63 سره

دندې او کور ته لاسرسی ترلاسه کړئ

سره 
د PRIR 63 سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)9 nov. 2022

دا څه شی دی؟

د PRIR 63 پروګرام د هر هغه چا لپاره ده چې د کډوالۍ حیثیت یې ترلاسه کړی وي یا هغه کسان چې د فرعي محافظت څخه ګټه پورته کوي. دا کافي دي چې دا نړیوال محافظت په پیو-ډیم (Puy-de-Dôme) کې د یو کال څخه لږ وخت لپاره ترلاسه کړئ او هلته ژوند کوی (د OFPRA یا CNDA پریکړې لیک د ثبوت په توګه درسره وي).

دا پروګرام یو جامع ، تخصصي ، انفرادي او شخصي ملاتړ وړاندیز کوي. د عامه، خصوصي او سازماني شریکانو او همکارانو له لارې، PRIR 63 ټولنیز-اداري ملاتړ (د حقونو خلاصول) وړاندیز کوي، او همدارنګه په ډیپارټمنټ یا څانګه کي کور ته لاسرسی او په څانګه کې دندې / روزنې ته لاسرسی کې ملاتړ او مرسته کوي.

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

63 - Puy-de-Dôme

مهم!

په Puy-de-Dôme کې میشته اوسئ او ژوند کوئ

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

63 - Puy-de-Dôme

مهم!

په Puy-de-Dôme کې میشته اوسئ او ژوند کوئ

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا

ولې دا په زړه پورې ده؟

د متخصصینو یوه ډله چې د شریکانو او ژباړونکو سرپه ګډه کار کوي

د PRIR 63 ټیم چې په ټولنیز ملاتړ، هستوګنې، کارموندنې او روزنې ته لاسرسي کې له متخصصینو څخه جوړ شوی چې د کډوالو عامه ملاتړ کې تخصص لري او د ضرورت په وخت کې د پروسیجرونو او اجراآتو د اسانۍ په موخه ژباړونکي هم استخدام وي.

د پریر PRIR 63 له شریکانو او همکارانو څخه بنسټیز او ادارې شریکان، د مهاجرینو په پاملرنې کې متخصص شریکان او د عامه حقوقو فعلان او قانونې ادارې چې د روزنې، دندې او هستوګنې په برخو کې مداخله او مرسته کوې.

کور ته د لاسرسي په برخه کې ملاتړ

پریپ PRIR 63 کډوالو سره مرسته کوي ترڅو خپل لومړي خپلواک استوګنځي ته لاسرسی ومومي:

  • د هستوګنې موندلو کې ملاتړ: په فرانسه کې د هستوګنې واقعیت او وضعیت په اړه ځانګړي چمتووالی (انفرادي او ډله ایز) او د کرایه دار حقونو او دندو په اړه معلومات.
  • نوي هستوګنې د میشته او ځای پر ځای کیدو لپاره انفرادي ملاتړ.
  • په کور کې پاتې کیدو او ساتني لپاره ملاتړ.
  • په ورته وخت کې، نور لنډمهاله حلونه هم واړاندیکږي او په لاره اچول کیږی. د مثال په توګه : ټولنیز استوګنځی ، ځوانانو استوګنځی، د کرایې منځګړیتوب، کرایه، د کور لنډمهاله تخصیص ، ګډ استوګنځی ، او نور)

د مسلکي ادغام لپاره ملاتړ

  • د دندې په لور ملاتړ : ارزونه ، د مسلکي پروژې جوړول ، د دندې لټون تخنیکونه ، د مرکو چمتو کول ، له کار ګمارونکو سره ناستې ، او نور.
  • د ژبې زده کړه او یا مسلکي روزنې په لور ملاتړ : د روزنې او لارښود لارې رامینځته کول، د کاري ځای او نوعیت سره سمه روزنه ، د ځانګړي روزنې کورسونو رامینځته کولو لپاره ملاتړ چې د عامه حقونو له لارې نه تمویل کېږي او تر پوښښ لاندې نه راځي او داسې نور.
  • د دندې ساتلو لپاره ملاتړ : د مثال په توګه، د کارمند یا روزنې سازمان سره د تړون یا روزنې پرمهال د اړوند شخص ملاتړ کول.

ټولنیز-اداري ملاتړ

  • د حقونو پرانیستل او ساتنه
  • د نړیوال محافظت پورې اړوند ځانګړي پروسیژرونه او اجراآت، لکه (OFPRA ، OFII ، پریفیکتور،CAF او نور).

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

راشئ له موږ سره ووینئ

زموږ پته: 5 rue du Torpilleur Sirocco 63100 Clermont-Ferrand

یوازې د ملاقات وخت اخیستو له لارې

یا موږ سره د بریښنالیک یا تلیفون له لارې اړیکه ونیسئ

د PRIR برنامې د ملاتړ پرګرام په اړه د هرډول معلوماتو لپاره لاندې تلیفون شمیرې ته زنګ ووهئ:

0473140469

یا بریښنالیک واستوئ: prir63@forumrefugies.org

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
3 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
14دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Forum réfugiés

Forum réfugiés