د اشپزی په مسلک کې روزنه تر لاسه کړئ
سره له Atelier des Savoirs Culinaires سره
دا څه شی دی؟
د ریستورانت په بخش او مسلک کې د 10 اونیو روزنې ته چې په ګروپي او انفرادي ناستو سره ترسره کیږي لاسرسی او روزنه ترلاسه کړئ.
دا د چا لپاره دی؟
د کډوالۍ اسناد لرونکي او فرعي محافظت اسناد لرونکي
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
71 - Saône-et-Loire
10 اونۍ
د کډوالۍ اسناد لرونکي او فرعي محافظت اسناد لرونکي
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
71 - Saône-et-Loire
10 اونۍ
ولې دا په زړه پورې ده؟
له روزنې څخه ګټه پورته کړئ
د رستورانت په بخش کې یوه مسلکي پروژې سره زان اشناکول او یا پکې شرکت کول
د مسلکي او کاري موقعیت له لارې ستاسو پوهه او مهارتونه ارزیابي کول
د لومړنیو معلوماتو ترلاسه کول او تقویه کول ترڅو په مسلکي نړۍ کې خپلو مهارتونو ته وده ورکړئ
د مسلکي شرایطو او حالاتو برابرول او د کار ګمارونکو سره لیده کاته کول
د ملاتړ څخه ګټه پورته کړئ
د مسلکي پروژې په اړه پلټنه او فکر وکړئ
د دندې د بیا پیل کولو یا په یوه روزنه کې د ګډون لپاره ملاتړ
د ستونزو او خنډونو را بربڼډول ترڅو ورباندې فکروکړل شي او ورته دحل لارې چارې ولټول شي
د کار موندني (Pôle Emploi) مرکز ویب سایټ ته لاسرسی، ځان پوهول او کارول
مهارتونه ترلاسه کړئ
د اکمالاتو او ذخیره کولو مدیریت ، د پخلي چمتو کول ، دکارکول ځای پاکول او په بازارموندنه کې برخه اخیستل
د سي وي (CV) او پوښ لیک بهترول او تدوینول، د کارموندنې مرکو لپاره چمتووالی، د مسلکي کسانو سره لیده کاته او ډیجیټل روزنه
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
تاسو باید لاندې معیارونه پوره کړئ
- د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکی (د کډوال یا فرعي ملاتړاسناد لرل)
- د کارمندنې (Pôle Emploi) مرکز سره راجسټر شوي او ثبت نام کړئ وي
- د Saône-et-Loire منطقې اوسیدونکی یاست
تاسو د برنامي لپاره وخت لرئ او چمتویاست
- سه شنبه ، چهارشنبه او پنجشنبه د ماسپښین له 3 بجو څخه د ماښام تر 8 بجو او د جمعې په ورځ د ماسپښین له 3 بجو څخه د ماښام تر7.30 بجو پوري.
- شنبه د سهار له 6.30 بجو څخه د ماسپښین تر 2 بجو پورې اوکله ناکله د لنډې مودې پیښو په جریان کې د مازدیګر له 6 بجو څخه د شپې تر 11 بجو پورې
له مونږ سره اړیکه ونیسه
Marie BERNARD – Accompagnatrice Socio-Professionnelle
m.bernard@lepont.asso.fr – 07.63.66.00.28