مهم معلومات
د .....................سره له IPeR-ACTIFS 21 سره

په نښه شوي خلک
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د دندې یا روزنې په لور رهنماي کیدل
دا څه دي ؟
د IPER ACTIFS 21 پروګرام یوه داسی برنامه ده چې د سره صلیب لخوا ملاتړ کیږي. د دې موخې د ادغام د موجوده برنامو همغږي پیاوړي کول او د هغو کسانو چې د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکي دې او د ادغام او ښه راغلاست قراردادیي لاسلیک کړی وي ( کډوال یا هغه خلک چې فرعي محافظت یې ترلاسه کړی دی) دهغوی د ټولنیزو او مسلکي اړتیاو پوره کول دي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د IPER ACTIFS 21 برنامه په کوت داوغ (Côte d'Or) کې پلي کیدونکي مختلف فعالیتونه تقویه کوي. دا په منطقه کې له ټولو د خیلو اطرافو سره یو ځای کار کوي ترڅو مناسب ځوابونه چمتو کړي او د مهاجرینو لپاره د مسلکي ادغام لارې ساده کړي.
یوه کمیټه هره میاشت غونډه کوي ترڅو د د نړیوال محافظت لرنوکو کډوالو وضعیت او سابقه وارزوي او ډاد ترلاسه کړي چې په منطقه کې د شته ټولو خدماتو او برنامو په لاره اچولو سره دهغوی د کارمندنی او روزنې په مخ کې ټول خنډونه لري کړای شي.
په کوت اوغ (Côte d'Or) کې د مختلفو متخصصینو لپاره روزنه تنظیمکیږي. هره روزنه به د اړونده اطرافو لکه (ټولنیزو کارکونکی، کار ګمارونکي، روزنې مرکز، او نورو) د خوښی او تقاضا له مخې په مشخص او مناسب ډول ترتیب کیږي.
څنګه یې وکړو ؟
په Dijon Agglomération او Sud Côte d'Or کې زمونږ ټیمونه:
Elisabeth DOUNON, Coordinatrice:همغږی کونکي elisabeth.dounon@croix-rouge.fr
Hélène COHEN, Chargée de Mission: دماموریت مسوول helene.cohen@croix-rouge.fr
په Nord Côte d'Or کې زمونږ ټیم:
Mélanie BARAT, coordinatrice:همغږی کونکي melanie.barat@coallia.org
د Dijon Agglomération/Sud Côte d'Or ټیم:
- IPeR ACTIFS 21, Centre de Formation Croix-Rouge Française, 2 Rue du Golf 21800 QUETIGNY
هر BPI کس چې CIR یي لاسلیک کړی وي او غواړي چې د IPER ACTIFS 21 پروګرام ته معرفی شي باید د یوه ټولنیز کارمند، د کارموندنې مشاور او یا یو ګمارونکي له لارې د کارمندنې او روزنې مشخصه فورمه (Emploi Formation IPeR ACTIFS 21) مونږ ته راواستوي.
د شٹل فایل یا فورمې لینک:
https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSdrF6qlf99qQZLR-CH5JECDrnUt8ZJUJNX3xbArOo0oe4VSRg/viewform
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
13 مرسته کونکي فعالیت کوي