مهم معلومات
د .....................سره له الیرو ALLERO سره
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
ستاسو د ادغام په مرحله کې ملاتړ کول
دا څه دي ؟
الیرو د کار مندنې په موخه ستاسو ملاتړ کوي او تاسو ته یو تعلیمي پروګرام او د کار ګمارني همکارو شبکې امکاناتو وړاندیز کوي.
د هغو کسانو لپاره چې غواړی د مختلفو مناطقو منځ کې د خوځښت او حرکت مسیر تعقیب کړي هم امکان لري.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د وړاندیز شویو خدماتو لړۍ د ګټه اخیستونکو د اړتیاو مطابق کیدای شي:
داسې شرایط (ژبنيز او ټولنیز) رامینځته کړي چې له مسلکي فرصتونو څخه ګټه واخلي: د ټولنیز ژبپوهني انمیشن، او ټولنیز او روغتیايي تشخیص او ملاتړ.
د مهارتونو مشخص ول، استفاده کول اوارتقا ورکول: د دوی د مهارتونو تشخیص او ارزیابي کول چي دکوم تعلیمي سند له مخي ندي تثبت شوي، او د کار بازار کې د دوی د غه ډول مهارتونو ته د( خلاص بیجونو Open Badges په صادرولو سره) ارزښت ورکول دي.
ګمارنې ته ګړندي لاسرسی: د ځانګړي سوداګرۍ کلب د فرصتونو چمتو کول؛ د سیمه ایز تحرک مسیر د هبیتات Habitat او هیومینسم Humanisme ادارو له لاري، او همدارنګه د هستوګني، د کاري روزنې او ګمارنې امکانات برابرول.
یو مناسب استقبال: په مختلفو ژبو ترجمه شوي د اړیکو ملاتړ، له ګته اخستونکو سره د تماس نیولود اسانتیا په مومه د ډیجیټل او کمپیوټری وسایلو شتون او نور...
د اختصاصي شویو خدماتو وړاندې کونکو سره مناسبي سرګرموي لکه ( دندې ته روزنه، صحې کافه، او نور)
د فرانسوي اتباعو سره د اړیکو رامینځته کولو لپاره د کلتوري تبادلو فعالیتونو فرصت لرل.
ددي شبکو د رامنځ ته کولو او پراختیا هدف دا هم دی چې د مشرانو سړو او خزو، تفریحي او کلتوري فعالیتونو په تنظیمولو سره ټول په ګډه کار وکړي. ځکه چې بهرنۍ ژبه واقعیا د رسمي "کورسونو" پرمهال نه زده کیږي، مګر په ځانګړي توګه د کورسونو تر منځ په یوه اجمتاعی شبکه کې په مدغم کیدو سره، په کومه ژبه چې نوموړي ټولنه خبرې کوي، زده کیږي.
څنګه یې وکړو ؟
ستاسو د ښه راغلاست لپاره دوه ځایونه شتون لري، چیرته چې تاسو کولی شئ د ALLERO ټیم دیو غړي سره ملاقات وکړې:
د پاریس کارموندنه Point Paris Emploi، - 209
209, rue Lafayette - 75010 PARIS
د دوشنبې نه تر پنجشنبې: د سهار له 9:30 بجو څخه تر 12:30 بجو او د ماسپښین له 2:00 څخه تر ماښام 5:00 پورې.
د میټرو لاین 7Bis: لویس بلانچ Métro ligne 7Bis: Louis Blanc
د کډوالو کور ـ La maison des réfugiés
14 Boulevard de Jourdan - 75014 PARIS
د چهارشنبې د سهار له 9 بجو څخه تر ماښام 6 بجو پوري
د میټرو لاین 4: پورټ دی اورلین او یا ټرام 3A: ستاد چارلیټي
Métro ligne 4: Porte d'Orléans / Tram 3A: Stade Charlety
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
15 مرسته کونکي فعالیت کوي