خپلې زده کړې بیاځلي پیل کړئ
سره له le DU passerelle - Etudiants en exil سره

خپلې زده کړې بیاځلي پیل کړئ

سره 
له le DU passerelle - Etudiants en exil سره

دا څه شی دی؟

د لیون په جان مولین 3 پوهنتون کې د DU Passerelle پروګرام هدف دا دی چې ګډونوالو ته د پوهنتون یوې پوهنځۍ ته د داخليدو لپاره اړینې کچې ته رسیدو ته لاره هواره کړي او اماده کړې، د هغوی د زده کړو کچه لوړه کړي او د هغوی د داخلیدو لاره اسانه کړي.

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

لږترلږه د بکلوریا یا دولسم صنف کچه لرل

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

12 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
50
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

69 - Rhône

مهم!

لږترلږه د بکلوریا یا دولسم صنف کچه لرل

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

12 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
50
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

69 - Rhône

ولې دا په زړه پورې ده؟

خپل مهالویش جوړ کړئ

تاسو کولی شئ دلته کلیک کولو سره د ډیپلوم مفصله توضیحات ومومئ.

برنامه به شاوخوا په دوه محورونو باندې متمرکزه وي: علمي روزنه او د مسلکي ادغام لپاره ملاتړ.

همدارنګه، د بهرنۍ ژبې په توګه د فرانسوي ژبي تدریس په شفاهی او لیکل شوي توګه تر مینځنۍ کچې پوري (B1 / B2) چې د اروپايي ټولنې د عمومي معیار کچه تعقیب وي.

د هغوی د زده کړو برنامي او مسلک ته په کتو د میتودولوژي او تخصصې کورسونه به هم ورکولکیږي.

برنامه کې به کلتوري، ورزشي، سازماني او مدني فعالیتونه شامل وي.

د ادغام په لور د ملاتړ څخه ګټه واخلئ

ډیر ټینګار به د بریا او مسلکي ادغام باندې کیږي. انفرادي او ډله ییز ملاتړ به د ورکشاپونو له لارې چمتو کیږي: لارښونه او معلومات، د CV جوړول، د شبکې رامینځته کول، د معلوماتي ټیکنالوژۍ کورسونه او داسې نور. زده کونکي به د لارښود سیسټم له لارې په ورځني ژوند اوپه پوهنتون کې د ادغام په موخه د ملګرو لخوا تعقیب او مرسته ورسره کیږي.

په نهایت کې، د دوی شخصي پراختیا او د دوی ټولنیزاو اقتصادي ادغام د ودې لپاره، زده کونکي به د پوهنتون دبریالیتوب قطب څخه ماډلونه تعقیب وي کله: په ځان باور، له ناکامۍ څخه بیرته راوتل، خپل احساسات کنټرولول، او داسې نور. روانشناسان به د دوی په اختیار کې وي او د ډله ایزو بحثونو او خبرو اترو غونډو رهبري به کوي.

د بکلوریا یا دولسم صنف څخه وروسته خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ

کاندید باید ثابته کړي چې هغه د هیواد څخه د لیسانس یا ثانوي ښوونځي پریښودلو سند ترلاسه کړی او لږترلږه د فرانسوي B1 سویه لري.

د نوم لیکنې فیسونو د معافیت او مثتثنی کیدو څخه ګټه واخلئ

کاندید د راجستریشن یا نوم لیکنې له فیسونو څخه معاف دی کله چې د لومړي ځل لپاره په فرانسه کې په لوړو زده کړو کې نوم لیکنه کوي. هغه به بیا د بیا ثبت لپاره 50 ایورو تادیه کوي.

د زده کونکي حیثت لاس ته راوړل

د DU Passerelle-Etudiants en Exil پروګرام د لوړو زده کړو، څیړنو او نوښت وزارت لخوا د لوړو زده کړو شبکې کې د مهاجرینو له لارې جواز ورکړل شوی دی. لدې امله دا د ټولنیز معیارونو په اساس تعلیمي بورس ته، د زده کونکو استوګنځای ته، ځانګړو مرستو او همدارنګه د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکو لپاره اجتماعي مطعم ته لاسرسی چمتو کوي.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د غوښتنلیک فورمه ډکه کړئ

کاندید باید د DU Passerelle غوښتنلیک فورمه ډکه کړي او هغه انتخابونه وټاکي چې غواړي تعقیب يي کړي. دلته کلیک کولو سره د غوښتنلیک دوسیه را ډاونلوډ کړئ!

کاندید به د تدریسي مدیر او اداري همغږي کونکي سره ملاقات وکړي ترڅو خپله تعلیمې برنامه او مسلکي پروژه وړاندې کړي. د کاندید د فرانسوي ژبي کچه به د ضرورت په صورت کې وارزول شي او په دوسیه کې به ذکر شي.

د برنامې انتخاب به د کاندید، د تدریسي مدیر او اداري همغږي کونکي سره په ګډه ترسره کیږي.

د نورو معلوماتو لپاره

د نورو معلوماتو لپاره لاندې پتي ته بریښنالیک واستوئ: fabienne.ferrerons1@univ-lyon3.fr

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
5 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
15دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Université Jean Moulin Lyon 3