Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره AGIR 31

Forum réfugiés
د.........لخوا وړاندیز شويForum réfugiés

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د هوت ګارون (Haute-Garonne) سیمه کې کار او استوګنې ځای موندل

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 jours

دا څه دي ؟

اجیر (AGIR) په فرانسه کې د مهاجرینو لپاره د کور او کارموندنې په برخه کې د ملاتړ پروګرام دی.

د اجیر (AGIR) پروګرام تاسې سره په فرانسه کې ستاسې د ادغام پروسې او ستاسو په طرزالعملونو او پروسیجرونو کې مرسته کوي.

تاسې به په لاندې برخو کې ملاتړ ترلاسه کړی:

  • ستاسې او ستاسو ماشومانو لپاره اداري طرزالعملونه ترسره کول
  • د استوګنې یا کور موندل
  • د فرانسوي زده کړې یا د یو شغل زده کړې په موخه د یوې روزنې موندل
  • د کار موندنې مرکز او محلي ماموریتونو ادارې سره په ګډه د یو کار یا ستاج موندل
  • د ورځني ژوند ستونزو ته د حل لارې موندل (د ماشوم پاملرنه، روغتیا، نقل او حرکت).
یادونه: د AGIR ملاتړ اعظمي 24 میاشتې دوام کوي او د یو تړون په لاسلیک کولو سره رسمي بڼه خپلوي او تاسي باید یاد تړون ته ژمن پاتي شئ. تاسو په هرو 2 میاشتو کې غونډې لرئ او ستاسې د ملاتړ په جریان کې به ډله ایز ورکشاپونه تنظیمیږي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو کولی شئ خپلې پوښتنې وپوښتئ او اداري طرزالعملونو او پروسیجرونو کې د مرستې غوښتنه وکړئ: د کور اړوند مرسته، مالیه، د موټر چلولو جواز، بانکي حساب، د هویت اسناد، د استوګنې کارت یا کارت سیجور، او داسې نور.

  • ستاسې په مسلکي لارښود او کار پیدا کولو کې ملاتړ کول،
  • د فرانس تخوی (France Travail) یا کار موندنې مرکز Pôle Emploi او محلي ماموریتونو سره په ګډه خپله مسلکي پروژه جوړه ول او دنده یا روزنه موندل،
  • په فرانسوي ژبه کې د پرمختګ لپاره د روزنې یو مرکز یا اتحادې موندل او ځان ثبتول،
  • د کار موندنې او د مسلکي ادغام بنسټونو پیژندل او په اړه یې ځان خبرول، لکه، د کار موندنې مرکز Pôle Emploi، محلي ماموریتونو (Missions locales)، AFPA، GRETA، او داسې نور.
  • د استوګنې ځای یا کور په موندلو کې مرسته ترلاسه کول
  • د استوګنې موندلو وروسته، په هغې کې د میشت کیدو او طرزالعملونو کې مرسته کیدل
  • د کور اړوند چارو کې مرسته او ملاتړ کیدل ترڅو تاسې په خپله وکولای شئ په خپلواکه توګه یې ترسره کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د دې پروګرام څخه د ګټې پورته کولو لپاره، تاسو باید:

  • د نړیوال خوندیتوب ګټه اخیستونکی اوسئ، پدې معنی چې تاسې په فرانسه کې د کډوال وضعیت ترلاسه کړئ او قانوني اسناد لرئ (لوی یا کوچنی چې عمر یې له 16 کلونو څخه پورته وي)،
  • له دوو کلونو څخه کم وخت کیږي چې نړیوال خوندیتوب یا قبولي مو ترلاسه کړي وي،
  • د CIR (د جمهوریت د ادغام تړون) مو لاسلیک کړی وي،
  • په هوت ګارون (Haute-Garonne) کې اوسیږئ او هلته ژوند کوی (یو ثابته پته یا دومسیل لرل).
یادونه: ستاسې د کورنۍ غړي (میړه یا میرمن، کوچني ماشومان، والدین) حتی که هغوی کډوال هم نه وي، کولی شي چې ستاسو سره یوځای د پروګرام څخه ګټه پورته کړي.

که تاسو د AGIR پروګرام څخه د ګټې اخیستنې لپاره اړین شرایط پوره کړی (1 برخه وګورئ)، نو تاسې به په مستقیمه توګه د اوفي ادارې OFII لخوا پروګرام ته معرفي شئ.

د پاڼې سر

18 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
utilisateur_61623907utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
delphgatdelphgatد صفحي پورته برخه
nalothmannalothmanد صفحي پورته برخه
nounouد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
aman expertaman expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
abrhamabrhamد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
oksioksiد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
accelair 31accelair 31ایډیټر او کره کتونکی
forum réfugiésforum réfugiésایډیټر او کره کتونکی