په پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ
سره د DU PASSERELLE - RENNES سره
دا څه شی دی؟
د فرانسوي ژبې د زده کړې او د خپلو زده کړو بیا پیلولو لپاره ...
د DU PASSERELLE یو ډیپلوم دی چې په ځانګړي توګه د هغو زده کونکو لپاره جوړ شوی چې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي. دا پروګرام د مهاجرینو زده کونکو او پناه غوښتونکو لپاره د پيوستون برنامې برخه ده چې د 2015 راهیسې د CIREFE لخوا پیل شوې او په Rennes 2 پوهنتون کې رامینځته شوې.
دا د چا لپاره دی؟
د دولسم ډیپلوم اجباري دی
یو سمستر
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
35 - Ille-et-Vilaine
د دولسم ډیپلوم اجباري دی
یو سمستر
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
35 - Ille-et-Vilaine
ولې دا په زړه پورې ده؟
زه غواړم فرانسوي ژبه ښه زده کړم او خپلو وړتیاو ته وده ورکړم او وتوانیږم چې ...
په فرانسوي ژبه د یادداشتونو اخیستل، لیکل، ویل او په ګروپونو کې په فرانسوي کارکول زده کړئ.
د فرانسي د ښوونې سیسټم کې وده کول
د DU پسرریل یو فرصت دی چې خپل ځان د فرانسي د پوهنتونونو له کوډونو سره او ژوند سره بلد کړئ. پوهنځی په فرانسه کې د زده کړو د دودیزو ارزښتونو په چوکاټ کې تاسو ته ښه راغلاست وايي. تاسو به په تعلیمي ژوند کې په ښه توګه د کار کولو او د خپل ځان تنظیم کول زده کړئ.
د کاري نړۍ لپاره خپل ځان چمتو کول
د سي وي CV، پوښ لیک لیکلو او په مرکو کې د برخه اخیستلو څرنګوالي په اړه زده کړه ترلاسه کړئ.
وړیا زده کړې ترسره کړئ!
که ستاسو دوسیه ومنل شي، تاسو کولی شئ پرته له دې چې د داخلې فیس ورکړئ په پوهنځي کې نوم لیکنه وکړئ!
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
زه د رینس (Rennes 2) پوهنتون د CIREFE پروګرام کې نوم لیکنه کوم
زه د پوهنتون سکریټریټ ته د بریښنالیک په لیږلو سره د نوم لیکنې دوسې غوښتنه کوم:
cirefe-contact@univ-rennes2.fr
د دوسې ترلاسه کولو، ډکولو او لیږلو وروسته ، ستاسو دوسیه به د یوې کمیټې لخوا مطالعه او ارزیابي شي او هغوی به فیصله وکړي چې ستاسو دوسیه قبولوي او که نه.
راتلونکی تعلیمي سمستر
د راتلونکې روزنېزې دورې دنیټو موندلو لپاره (cirquefe-contact@univ-rennes2.fr) ته بریښنالیک واستوئ