د کار کولو پرمهال یوه روزنه ترسره کړئ
سره د ISEAH Formation سره
دا څه شی دی؟
د (Grand Est) سکتور کې د سوداګرۍ، پلور او ډله ایز توزیع برخو کې روزنې چې په لاندې ښارونو او څانګو کې ترسره کیږي:
Meurthe et Moselle (département 54), Meuse (55), Moselle (57), Bas Rhin (67), Haut Rhin (68), Vosges (88).
روزنې په مسلکي او روزنیز ډول ترسره کیږي پدې معنی چې (د مسلکي کیدو تړون - د زده کړې تړون) او یا هم د دوامداره روزنې ترسره کول.
د ISEAH روزنیز پروګرام د هر کاندید پروفایل او سابقي مطابق د حل مندلو لارې چارې پیداکوي، ترڅو مسلکي ادغام یې اسانه کړي او ورسته له دوی سره د CDD یا CDI قراردادونو په لرلو دندو مندلو کې مرسته وکړي
دا روزنې په بېلا بېلو کارې برخو کې شتون لري:
- ازاد کارکوونکی
- کیشیر / د استقبال کوربه
- ارډر اخستونکي
- د پلور څو اړخیز کارمند (کیشیر / څانګه)
- د تازه محصولاتو پلورونکي (چارکټیري ، کب پلورونکی ، پنیر یا لبنیات پلورونکی، بیکري یا نان پزي)
- د غیر خواړو توکو پلورونکی (د اغوستلو لپاره چمتو، کورني تجهیزات ، لاسي کارونه، سپورت)
- قصابي
دا د چا لپاره دی؟
له 6 څخه تر 18 میاشتو پورې
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
له 6 څخه تر 18 میاشتو پورې
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
ولې دا په زړه پورې ده؟
یوه برنامه چې ستاسو اړتیاو سره سمون لري
د ISEAH برنامي یو مسلکي مسؤول به له تاسو سره ویني.
هغه له تاسو سره ستاسو مسلکي پروژه رامینځته کوي او په یوه مسلکي روزنه کې د نوم لیکني یا راجستر کیدو وړاندیز کوي.
نوم لیکنه پرته له کوم مخکنې شرطه
روزنه په ټول کال کې امکان لري.
روزنې کې د ګډون او پیل لپاره هیڅ ډیپلوم یا تجربه اړینه نده.
مسلکي روزنه او کاري تجربه
د کار له لارې روزنه او زده کړه په خپل مسلک او بخش کې د عملي تجربې لاسته راوړنې او امدن او عاید لرلو ته امکانات برابروي.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
زه په انټرنیټ کې د ملاقات وخت اخلم
زه د Iseah.fr ویب پاڼې سره وصل کیږم
- اول ګام: زه د "وخت ونیسئ" "Prendre rdv" په خانه کلیک کوم
- دوهم ګام: زه مهال ویش یا وخت غوره کوم او لارښود تعقیب وم!
زه خپل اسناد چمتو کوم
د تلیفون ناستي او وخت اخیستلو دمخه ، تاسو باید یو بریښنالیک لاندې ادرس ته واستوئ: iseahrecrut@gmail.com
- سي وي CV
- د کارمندني مرکز (PÔLE EMPLOI) پيژندوکی یا شخصي شمیره
- د کارمندني مرکز(PÔLE EMPLOI) کې د راجسټریشن یا نوم لیکني ثبوت
(د میاشتنی وضعیت بیان یا د راجستریشن دورې سند یا د وضعیت خبرتیا)