په مسلکي ادغام او شمولیت کې ملاتړ ترلاسه کړئ
سره له Projet Mercure سره

په مسلکي ادغام او شمولیت کې ملاتړ ترلاسه کړئ

سره 
له Projet Mercure سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 19 juil. 2022

دا څه شی دی؟

د مرکور پروژه چې د کوپټالیس په مشرۍ رهبري کیږي او موخه یې د هغو مهاجرینو سره مرسته ده چې د نړیوالې محافظت څخه ګټه پورته کوي ترڅو په اوږد مهال کې دندې ته ادغام شي . ددې هدف د کډوالو د حیثت او وضعیت بهتره کول دي ترڅو کډوالو ته د هغوی د وړتیا سره سم دندې ته د لاسرسي امکانات برابرشي .

زموږ د مسلکي ادغام مشاورین د کډوالو څخه د ملاتړ لپاره د 4 څخه تر 12 میاشتو پورې کورسونه وړاندې کوي. دوی ستاسو په مسلکي پروژه کار کوي او تاسو ته د دندې، تدریبي ستاجونه او مسلکي روزنې وړاندېزکوي تر څو تاسو خپل هدف ته ورسیږئ.

د دندې په وړاندې د ټولو خنډونو لرې کولو لپاره مسلکي فرانسوي کورسونه تاسو ته په موازي ډول درکول کیږي کوم چې تاسو ته ددې امکانات برابروې چې لږترلږه د فرانسوي ژبې B2 سوې ته لاسرسی ومومئ پداسې حال کې چې په فرانسه کې د کار کوډ هم زده کوئ. همدارنګه د کمپیوټر کورسونه هم ورکول کیږي.

په کوپټالیس Cooptalis کې د سپانسرشپ یو پروګرام ترتیب شوی ترڅو تاسو زمونږ د شرکت له یو کارمند سره په اړیکه کې کړو که چیرته تاسو وغواړئ.

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

د کډوال یا فرعي محافظت

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 56 کاله
موده

له 4 څخه تر 12 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

59 - Nord

مهم!

د کډوال یا فرعي محافظت

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 56 کاله
موده

له 4 څخه تر 12 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

59 - Nord

ولې دا په زړه پورې ده؟

د کارموندنې ملاتړ

• مسلکي ملاتړ تاسو ته ددې وړتیا درکوي چې په فرانسه کې په مسلکي ډول ادغام شئ په هغه مسلکونو او کسبونو کې چې تاسویي غواړئ په مخ یوسئ.

  • د تدریبې او ادغام ستاجونو پیشنهاد Hauts-de-France په شرکتونو کې.
  • شرکتونو ته ستاسو د پروفایلونو او دوسیې لیږل او شریکول او د ګمارنې د فعالیتونو په نښه کول.
  • د فرانسي نه د باندې په نقل او حرکت کې ملاتړ مثلا که تاسو غواړئ په بلجیم کې کار وکړئ یا میشته شئ.
  • زموږ د شرکت کارمندانو سره د سپانسرشپ برنامه.

د مسلکي فرانسوي او کمپیوټر کورسونه

  • د مسلکي فرانسوي کورس او زده کړي تاسو ته ددې امکانات درکوي چې د B2 کچه لاس ته راوړئ پداسې حال کې چې تاسو په فرانسه کې د کاري کوډ زکړه کوئ.
  • د کمپیوټر کورسونو وړاندیز.

اداري، روغتیایې او ټولنیز ملاتړ

  • اداري، روغتیایې او ټولنیز ملاتړ زموږ د همکارې ټولنې AIR لخوا وړاندیز شوی.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د مرکیورMercure پروژې کې نوم لیکنه

  • په مرکیور Mercure پروژه کې د شرکت لپاره د لیدنې او ملاقات لپاره زمونږ پته: د کډوالو د استقبال او ادغام لپاره د سرچینو مرکزونه (LAIR) چې د لیل په ښار کې په 139, rue Solférino کې قرار لري.
  • د مرکیور پروژې د یو کس لخوا به په (LAIR) کې ستاسو د نوم لیکنې څخه یو څو ورځې ورسته یوه مرکه ترسره شي.
  • که چیرته تاسو غوښتل شوي معیارونه پوره نه کړئ، نو تاسو ته به په کم وخت کې خبر درکړ شي.
  • که تاسو د فرانسوي A2 کچه نه لرئ، تاسو به زموږ د همکار FLE کورسونو ته راجع شئ. هرڅومره ژر چې د A2 کچې ته ورسیږي ، تاسو به د مرکیور پروژه کې مدغم شئ.

اړیکه

که تاسو کومه پوښتنه لرئ ، تاسو کولی شئ په لاندې بریښنالیک له موږسره اړیکه ټنګه کړئ: projetmercure@cooptalis.com

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
3 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Cooptalis