په نلاین بڼه د رواني ټولنیز ملاتړ امکانات موندل
سره د L'espace virtuel سره

په نلاین بڼه د رواني ټولنیز ملاتړ امکانات موندل

سره 
د L'espace virtuel سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)3 mars 2022

دا څه شی دی؟

په انټرنیټ کې د رواني او ټولنیزې مرستې ترلاسه کولو لپاره مرستندويه مواد.

دا ملاتړکونکي مواد د ټولو هغو کسانو لپاره دي چې د مهاجرت سره تړاو لري او د مهاجرت او یا رواني روغتیا پورې اړوند مسایلو په اړه معلومات او وضاحت ورکوي.

د مهاجرت او یا رواني روغتیا په اړه تعلیمي ویډیوګانې په یوټیوب کې په عربي، فارسي او تګریني ژبو کې شتون لري.

د مثال په توګه: خپګان یا ډیپریشن، اعتیاد، فشار او سترس، رواني صدمه او ټراوما.

(فیسبوک، انسټاګرام او یوټیوب) په ژوندۍ بڼه د اړونده کسانو لخوا دپورته موضوعاتو په اړه ترتیب او پیش کیږي او په انټرنيټ کې شتنو لري.

دا ځای د Orspere-Samdarra لخوا وړاندیز شوی چې د رواني روغتیا او زیان منونکو موضوعاتو په اړه یو ملي څارونکی مرکز دی چې د لیون په ښار کې د لی وینټیر په روغیتایي مرکز کې موقعیت لري. د یو شمیر متخصصینو او مسلکي کسانو څخه جوړ یو څواړخیزه ټیم (ټولنپوهه، ارواپوهه، سیکیاټرسټ، د ماشومانو ارواپوه، سیاستپوهه او نور) چې په هغه مسلو کار کوي چې د رواني روغتیا او ټولنیزو مسلو ترمنځ اړیکه رامینځته کوي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

هدف شوي کسان
هرڅوک
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

ولې دا په زړه پورې ده؟

یو آنلاین رواني ټولنیز ځای چې هر وخت د لاسرسي وړدی

مجازی ځای د لاندې مواردو لپاره دی:

  • د تجربو تبادله او شریکول، په ګډه د منځپانګې جوړول.
  • د هوساینې او ښه صحت د ودې لپاره سرچینې موندل او په خپله ژبه يې کتل.
  • په آزاده توګه د هویت یا ایډنټيټي د مسایلو په اړه خبرې اترې کول او همدارنګه د ویرې، اندیښنې او هغو شرایطو اوحالاتو په اړه چې په ورځني ژوند منفي اغیزه لري بحث وکړئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

په ټولنیزو شبکو کې د موادو پیداکول ادرسونه

د Orspere-Samdarra یوټیوب چینل : په عربي، فارسي او تګریني ژبو کې د پلی لیستونو موندلو لپاره.

فیسبوک او انسټاګرام : په ژوندیو پیښو کې برخه اخیستل او د ټیم سره خبرې کول.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
5 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
L'espace  (Orspere-Samdarra)

L'espace (Orspere-Samdarra)