د خپل کمپیوټر کارولو لپاره مرسته ترلاسه کړئ
سره له Solidarite-numerique.fr سره
دا څه شی دی؟
دا د تلیفون له لارې یا انټرنیټ په واسطه، د ځپلو ټولو شخصي او مسلکي پروسیجرونو د اجرا کولولپاره، دکمپیوټر یا انټرنیټ کارولود مرستې یو مرکز دی.
دا تاسو ته په مختلفو بخشو کې د حل لارې او ځوابونه دروکوي که هغه ستاسو روزمره، او مسلکي ژوند اړوند مسایلو په هکله لکه :
ادارې اجراآت (د کارمندني په مرکز کې ثبت نام، د خپلي مالي اعلام کول...)
اړیکي (د یو ایمیل لیږل...)
زده کړه (په انلاین بڼه د کتابونو لوستل، له خپلو ماشومانو سره د ښوونځۍ کارخانګي ترسره کول...)
کمپیوټر او موبایل څخه استفاده کول (د یوه سند کته کول، د رمز تبدیلول...)
روغتیا (له یوه ډاکټرسره د ویدیو له لارې مشوره کول، د کورنا اړوند اپلیکیشن څخه استفاده (TousAntiCovid)...)
له کور څخه کار کول (د ویدیو له لارې یوه جلسه تنظیمول، د وسیایلو انتخابول...)
د انټرنيټ په صفحه په اسانۍ سره ټول معلومات او تشریحات شتون لري. که چیرته بیا هم تاسو له مشکلاتو سره مخ کیږي، نو د ټیلیفون له لاري به مسؤول کسان درسره همکاري وکړي.
دا د چا لپاره دی؟
هرځل چې تاسو اړتیا ولرئ
له اضافې مصرف نه پرته شمیره، د ځایی زنګ وهلو په قیمت
ټوله فرانسه
هرځل چې تاسو اړتیا ولرئ
له اضافې مصرف نه پرته شمیره، د ځایی زنګ وهلو په قیمت
ټوله فرانسه
ولې دا په زړه پورې ده؟
دخپل ځان او خپلې کورنۍ لپاره اجراآت وکړئ
تاسو کولی شئ معلومه کړئ چې ایا تاسو د ټولنیزې مرستې حق لرئ، د کار مندنې او د ټولنیز مرستو ادارو (CAF,Pole emploi) کې د خپل حقونوغوښتنه و کړئ، د ټول بند (قرنطین) پر مهال د باندي وتلو لپاره اجازت لیک را ډاونلوډ کړئ ، د انټرنیټ کارولو سره ځان اشنا کړئ ...
یو ډاکټر وګورئ
تاسو کولی شئ له ډاکټر سره د انټرنیټ له لاري د خپلې ستونزي په هکله مشوره ترسره کړئ
په کور کې زده کړه وکړئ
تاسو کولی شئ د ماشومانو لپاره غوښتنلیکونه ومومئ او په انټرنیټ کې د خپل ماشوم له ښوونځي سره وصل شئ.
روښانه توضیحات ترلاسه کړئ
ویب سایټ لارښوونې او توضیحات وړاندې کوي ترڅو هره ورځ د کمپیوټر کارول اسانه کړي.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
دغه شمیرې ته زنګ ووهئ 0170772372
له اضافې مصرف نه مثتثنی شمیره، تاسو کولی شئ له دوشنبې نه تر جمعې پورې د سهار له 9 بجو څخه د ماښام تر 6 بجو پورې اړیکه ونیسئ.
ویب پاڼې ته لاړ شئ