د اوبو ساتونکي یا نجات ورکونکي بخش کې روزنه
سره له Kabubu سره

د اوبو ساتونکي یا نجات ورکونکي بخش کې روزنه

سره 
له Kabubu سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)5 juil. 2022

دا څه شی دی؟

د «سپلاش» دا روزنیز پروګرام د هغو کسانو لپاره ده چې د اوبو ساتونکې یا نجات ورکونکې مسلک غواړې زده کړي. د «سپلاش» "Splash" یو وړیا روزنیز پروګرام دی چې په 3 مرحلو کې تنظیم شوی:

1. جولای - اګست 2022: په اونۍ کې یو ځل د لامبو زده کولو کورس د یوه استاذ په شوتون کې چې تمرین وکړئ او په برنامه کې د داخلیدو ازموینې لپاره چمتوالی ونیسئ.

2. سپتمبر 2022: په برنامه کې د ادغام لپاره د ازموینې مرحلې (لامبو وهل او فرانسوي ژبه).

3. اکتوبر 2022 - فبروري 2023: د بشپړ وخت پروګرام پیل (په اونۍ کې 35 ساعته)، وړیا او د کار مندنې مرکز Pôle Emploi لخوا تمویل کیږي (د نومبر څخه).

زده کونکي به د BNSSA ډیپلوم سره فاریغیږي (د خوندیتوب او اوبو ژغورنې ملي بریوټ) دغه ډیپلوم تاسو ته اجازه درکوي چې د عامه یا خصوصي ساحلونه، د لامبو حوضونه، او د عامه لامبو حوضونو په څارنه کې د ژوند ساتونکو یا نجات ورکونکو مسلکي کسانوسره مرسته وکړی.

د فرانسوي ژبې مسلکي کورسونه او همدارنګه ټولنیزمسلکي، انفرادي او ډله ایز ملاتړ د سپلاش پروګرام برخه ده.

د "سپلاش" پروګرام د کبوبوKabubu، ایکول توټ l'École Thot او UCPA لخوا په شریکه رامینځته شوی چې د کارمندني یا Pôle Emploi او Afdas لخوا تمویل او مالي ملاتړ ورسره کیږي.

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

بانکي حساب

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

۴ میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

75 - Paris

مهم!

بانکي حساب

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

۴ میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

75 - Paris

ولې دا په زړه پورې ده؟

نجات ورکونکی یا د اوبوساتونکی جوړشئ!

کابوبو Kabubu تاسوته د څلورو میاشتو روزنې وړاندیزکوي او له تاسو سره په حیث د نجات ورکونکې او یا ابو ساتونکې مرسته کوي د یو کامل او تمویل شوې روزنیزپروګرام له مخي. دا یو داسي کسب او شغل دی چې فعلا په فرانسه کې ورته ډیره زیاته اړتیا ده، نو له همدې کبله دا به تاسو ته ډیره اسانه وي چې ددې ډیپلوم په ترلاسه کولو سره دنده ومومئ.

دا پروګرام تاسو ته ددې فرصت برابروي چې یو ډیپلوم ترلاسه کړی، د فرانسوې ژبې کچه مو لوړه کړی، مختلف مهارتونه ترلاسه کړی او یو نوی مسلک زده کړی.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

موږ سره اړیکه ونیسئ

د لامبو وهلو روزنیزه دوره به د جولای او اګست په میاشت کې د کډوالو او نویو راغلو کسانو لپاره پرانستې وي.

که تاسو د برنامه سره علاقه لرئ، تاسو کولی شئ پدې لینک کلیک کولو سره نوم لیکنه ترسره کړئ او ځان راجستر کړئ.

د هرې پوښتنې لپاره، تاسو کولی شئ په دې پته ولیکئ: formation@kabubu.fr

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
14 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
16دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Responsable

Kabubu
Kabubu

Partenaires

École Thot
UCPA

Responsable

Kabubu

Kabubu

Partenaires