د بوغدو Bordeauxاو جروند Gironde په ښارو کې مرسته او همکاري ترلاسه کړئ
سره د ولایتي ادارې پلټفرم AIR سره
دا څه شی دی؟
د ډیپارټمنټ پلاتفورم AIR تاسو ته ددې اجازه او امکانات درکوي چې د بوغدو میټروپول Bordeaux Métropole ښار کې د هرکلي، معلوماتو او یا ټولنیز او مسلکي ملاتړ ځای ولرئ.
د ملاتړ ټیم: ټولنیز کارکوونکی، د مسلکي ادغام مشاور.
ښه ده چه وپوهیږئ : د کډوال یا رفیوجی اسناد ولرئ یا د فرعي محافظت او یا بې تابعیتی اسناد ولرئ
زموږ فعالیتونه
د ټولنیزو حقونو او روغتیا پورې اړوند کړنالرو کې ملاتړ (د روغتیا بیمه، کاف CSS ، RSA ،CAF ، مالیه ...)
- د هستوګنې ځای او یا ټولنیز کور موندنه
- په قانوني پروسجرونو کې ملاتړ: د د اوسیدنې حق، د کورنۍ یوځای کیدنه، د کورنۍ یووالی او جلا کیدل ...
- مسلکي ادغام: د دندې موندل او یا روزنیز تعلمي زده کړي
- ډیجیټل ټیکنالوژۍ، ټولنیزواړیکو او تابعیت ته لاسرسی
- د فرانسوي کورسونو موندلو کې مرسته
- د کورنۍ، ښوونځي، غیر نصابی زده کړو پورې اړوند کړنالرو کې ملاتړ
- کلتور، سپورت او تفریح ته لاسرسی
دا د چا لپاره دی؟
د ملي ښه راغلاست داستوګنځی په نظام کې نه اوسیدل لکه (CADA ،CPH ،HUDA)
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
33 - Gironde
د ملي ښه راغلاست داستوګنځی په نظام کې نه اوسیدل لکه (CADA ،CPH ،HUDA)
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
33 - Gironde
ولې دا په زړه پورې ده؟
عام قانوني حقونو ته لاسرسي کې مرسته ترلاسه کول
د ټولنیزې مرستې غوښتنه او نوي کول
د دندې په مرکز کې نوم لیکنه کول او هره میاشت نوی کول
د RSA غوښتنه او نوي کول
د صحي بیمې (CSS (CMU غوښتنه او نوي کول
د عاید اعلان (مالیه) ورکول
د روغتیا بیمې (AMELI) تعقیب ول
د عامه قانون د فعالینو په هکماري سره لکه: CCAS ،MDSI Pôle Emploi ...
په مسلکي ادغام کې ملاتړ تر لاسه کول
- دندې او یا روزنیز زده کړو ته د لاسرسي په لور ملاتړ
- د فرانسوي ژبې زده کړې ته لاسرسی
- د CIR د سابقي په هکله هماهنګي کول
- د موټر چلولو لایسنس ته ثبت نام کولو کې مرسته
د سیمېزو مسوؤلینو په همکاري او هماهنګي سره لکه: روزنیز سازمانونه، د اقتصادي فعالیت له لارې د ادغام اداره، شرکتونه، مؤسسې، پوهنتونونه، اتحادیې ...
زما خپلواکئ او ارتباطاتو ته وده ورکول
د ټرانسپورټ له شبکې سره ښه اشنایي پیدا کول کې مرسته
د ټولنیز او مسلکي شبکې او ارتباطاتو جړولولو کې ملاتړ
د خپلو حقوقو او د مرستي کوونکو ادارو پیژندنه
ستاسو د اړتیاوو او غوښتنو سره سم د ادارو په اړه معلومات او لارښونه لکه: سپورت، ټولنیزي اړیکي، کلتور، فرانسوي کورسونه او عامه لیکوالان ...
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د ادارې کاري ځای ته ورتلل
د ټولنیز کارمند سره د ملاقات ترلاسه کولو لپاره زمونږ ادرس:
74 rue Georges Bonnac
Terrasses tour n°6
1er étage
33000 Bordeaux
زه د تلیفون په واسطه د لیدنې وخت نیسم
زمونږ د تلیفون شمیره:
05 57 81 25 90