د کمپیوټر او ډیجیټل ټکنالوژۍ وسایلو کارول زده کړئ
سره د Refugeeks سره
دا څه شی دی؟
دا د 6 اونیو روزنیزه دوره ده چې د کمپیوټر کارولو څرنګوالی زده کړئ او په شخصي، اداري او مسلکي ژوند کې د ډیجیټل او کمپیوټر وسایلو (میل باکس، پرنټر، او نور) سره خپلواک اوسئ.
د ای ټي IT لغتونو او اصطلاحاتو لپاره فرانسوي کورسونه هم شتون لري.
روزنه په لاندې پته شتون لري:
- ایل دی فرانس (Ile-de-France): په 93 منطقه کې د مونتخوی (Montreuil) په ښار کې، د میترو تم ځای کخوا دی شوو (metro Croix de Chavaux)
- د روزني نیټه : د مارچ 13، 2023 څخه تر 25 اپریل، 2023 پورې.
روزنه وړیا ده او د بشپړیدو وروسته یو سند یا سرتفکیت ورکول کیږي.
دا د چا لپاره دی؟
د Pôle Emploi سره راجستر شئ
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
93 - Seine-Saint-Denis
د Pôle Emploi سره راجستر شئ
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
93 - Seine-Saint-Denis
ولې دا په زړه پورې ده؟
د کمپیوټر څخه په استفاد کولو کې خپلواکه شئ
په دې پروګرام کې لاندې 7 موضوعات تدریس کیږي:
- زما ډیجیټل چاپیریال
- ځان خبرول او معلومات ترلاسه کول
- معلومات اداره او کارول
- په انټرنټي شبکه کې اړیکې نیول او همکاري کول
- متنې محتوی جوړه ول
- محافظت او سیکورټي
- عملیاتي ډیجیټل چاپیریال ساتل
ستاسو د فرانسوي ژبې ښه کولو لپاره
سمپلون.کو(Simplon.co) په مستقیم ډول د ډیجیټل ټکنالوژۍ په زده کړو پورې اړوند د فرانسوي ژبې کورسونه وړاندې کوي. د شپږو اونیو کورس کې 70 ساعته د فرانسوي ژبي زده کړي شاملې دي.
د یوې دندې د لټون لپاره
دا روزنه به تاسو ته د پیغام روسوني او ټولنیزو شبکو څخه د دندې په لټون کې کارول در زده کړي.
په آنلاین بڼه د خپلو ادارې چارو په اسانۍ ترسره کولو لپاره
ددې روزنې له لارې به تاسو په آنلاین بڼه د خپلو چارو او اجراآتو ترسره کول زده کړئ!
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
په سمپلون.کو(Simplon.co) ویب پا ڼه کې نوم لیکنه وکړئ
هغه روزنیزي زده کړئ ومومئ چې ستاسو لپاره مناسبې وې اوځان دلته ثبت کړئ!