Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکبې وطنه کسان, پناه غوښتونکي, فرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان

دا چېرته دی ؟

په پاریس کې د المپیک او پارالمپیک لوبو پرمهال ژوند کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un mois

دا څه دي ؟

د اولمپیک او پارالمپیک لوبې (OPG) یوه نړیواله پیښه ده چې د نړۍ غوره ورزشکاران، نارینه او ښځینه، په بیلابیلو سپورتونو کې سره یوځای کوي.

یادونه: دوی په هرو دوو کلونو کې تنظیم کیږي، یو ځل په دوبي کې، یو ځل په ژمي کې: په جاپان کې په 2021 کې (د دوبي لوبي JOP) او په چین کې په 2022 کې (د ژمي لوبي JOP).

د 2024 کال په دوبي کې، فرانسه به د لاندې دورې په جریان کې د المپیک او پارالمپیک لوبو کوربه وي:

  • د 2024 کال د جولای له 26 څخه د اګست تر 11 مې نیټې پورې د المپیک لوبو ترسره کیدل،
  • د 2024 کال د اګست له 28 څخه د سپتمبر تر 8 مې نیټې پورې د پارالمپیک لوبو ترسره کیدل (چې د معلولیت لرونکي ورزشکاران سره یوځای کوي او برخه پکې اخلي).

سیالۍ په مختلفو ښارونو کې د الی-دی-فرانس (پاریس او شاوخوا) کې ترسره کیږي، او په بورډیو، لیون، سینټ-ایټین، لیل، مارسی او تیهوپوو او تاهیتي کې.

یادونه: د دې استثنایی پیښه په ټوله موده کې د ځانګړو تیاریو، تنظیم او بدلونونو نافذول سبب ګرځي. له 15 ملیونو څخه ډیر خلک به پکې ګډون وکړي (ددې په پرتله په پاریس کې نفوس 2 ملیونه دی). موږ تاسو ته مشوره درکوو چې خپل سفرونه یا نقل او حرکت او فعالیتونه د نویو شرایطو سره سم تنظیم کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د جولای له 26 څخه تر اګست 11 پورې او د اګست له 28 څخه تر سپتمبر 8 پورې، په پاریس کې سیالۍ په 13 سایټونو یا ځایونو کې تنظیم کیږي، همدراګنه په سړکونو کې هم. تمه کیږي چې له 10,000 څخه ډیر ورزشکاران شرکت وکړي.

یادونه: د پیښو لپاره تفصيلي مهال ویش او وختونه د پاریس 2024 ویب پاڼه کې ورکړل شوي دي، تاسو کولی شئ د سیالیو ځایونو بشپړ نقشه هم وګورئ کوم چې د المپیک پیښو کوربه توب کوي.

د پلازمینې په بیلابیلو سیمو کې د لمانځلو ډیری پیښې هم پلان شوي دي (لا ویلیټ، هوټل دی ویل، ټروکاډیرو، او نور).

یادونه: تاسو کولی شئ د ځان خبرولو لپاره د " اولمپیک لوبې - پاریس 2024 " سایټ او غوښتنلیک یا اپلیکیشن وکاروئ (په فرانسوي او انګلیسي کې شتون لري)
> د اپل پلورنځي ډاونلوډ لینک (ایپل)
> د Play Store ډاونلوډ لینک (Android)

د دغو لوبو د پرانیستلو مراسم به د جمعې په ورځ ترسره شي د جولای 26 د مازدیګر له 7:30 څخه د شپې تر 11:15 پورې، د سین (la Seine) په څنده یا سیمه کې. د نږدې 94 کښتیو سره د 6 کیلومتره سمندري نندارتون پلان شوی.

د ترافیکو تګ راتګ به په ټول زون کې، په سړکونو، پلونو او عامه ترانسپورت کې بدلون ومومي. امنیتي احاطه به د جولای په 18 مه نیټه د پنجشنبې په ورځ د مراسمو څخه 8 ورځې دمخه فعاله شي (دوهمه مرحله وګورئ) .

یادونه: د " د لوبو وړاندوینه " "Anticiper les Jeux" سایټ او رسمي خبر پاڼه د لوبو پرمهال ستاسو د سفرونو په اړه ټول معلومات او خبرونه چمتو کوي.

د دوبي په جریان کې به امنیتي محدودیتونه او ټرافيکي محدودیتونه به په ځینو سیمو کې ځای په ځای شي (په ځانګړې توګه د سیالۍ ځایونو شاوخوا).

مهمه یادونه: د لوبو پاس (شخصي ډیجیټل پاس) به ځینې خوندي سیمو ته د ننوتلو لپاره به اړین وي، او په ځانګړې توګه د پرانیستې مراسمو لپاره.
د پاس جو (Pass Jeux) ویبپاڼې ته لاړشئ: https://www.pass-jeux.gouv.fr/demande د پاس غوښتنې کولو لپاره. د پاس یا اجازه لیک غوښتنه کول وړیا ده. تاسو باید د خپل پاس سره د هویت سند وړاندې کړئ.

د JOP په جریان کې 3 ډوله امنیتي زونونه او سیمي شتون لري :

  • خړ زونونه : د تروریزم ضد محیط (د مثال په توګه: د پرانیستې مراسمو لپاره د سین یا د پاریس د نهر شاوخوا سیمي)، د پیاده تګ اجازه د لوبې پاس سره ، د موټر یا ترافیکو داخله منع ده، پرته له استثنایی شرایطو څخه
  • سور زونونه : د خړ محیط یا سیمې په شاوخوا کې، د لوبې پاس څخه پرته د پیاده تګ اجازه ورکړل شوې، د غیر معمولي شرایطو پرته د موټرو داخله منع ده
  • نیلي زونونه : د سور محیط په شاوخوا کې، د لوبې پاس پرته د پیاده تګ اجازه ورکړل شوې، د موټر تنظیم شوي لاسرسی.
یادونه: تاسو کولی شئ پدې نقشه کې د سیالۍ سایټونو یا ځایونو امنیتي محدودیتونه په ریښتیني وخت کې تازه شوي ومومئ. نقشه په سړکونو او عامه ترانسپورت اړوند محدودیتونه هم وړاندې کوي. د دې کارت کارولو څرنګوالو پوهیدو لپاره د دې ټیوټوریل په کتو سره معلومات ترلاسه کول مه هیروئ.

د لوبو په جریان کې، د تروریستي خطرونو سره د مبارزې لپاره به په ټرانسپورټ یا کوڅو کې د پولیسو کنټرول د پام وړ زیات شي.

د اولمپيک ساحو ته نږدې د پوليسو ګزمې به د امنيت ځایونو د کنټرول لپاره مهمي وي. د دې لوبو د امنیت ساتنې په موخه به تر 45000 زره زیات پولیس او پوځي پرسونل استخدام شي.

یادونه: د سفر او امنیتي محدودیتونو په اړه خپلې پوښتنې دلته د عمومي ځوابونو سره موندلای شئ. که تاسو د خپلو پوښتنو ځوابونه دلته ونه مومئ، تاسو کولی شئ دا فورمه وکاروئ.

د اولمپيک او پارالمپيک لوبو په اوږدو کې به سړکونه او عامه ترانسپورت د معمول په پرتله ډېر بوخت وي. دا مشوره ورکول کیږي چې د خپل سفر وختونه بدل کړئ یا د خپل نقل اوحرکت او سفر کولو لپاره نورې لارې چارې ولټوئ.

میټرو او RER په ځانګړي ډول د متاثره کیدو امکانات لري.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، د ټکټ نرخونه به د لوبو په جریان کې لوړ شي : د میټرو لپاره له €2.15 څخه تر €4 پورې، او د RER لپاره له €3.20 څخه تر €6 پورې.

یادونه: تاسو کولی شئ مخکې له مخکې واحد ټکټونه واخلئ ترڅو پدې دوبي کې د ډیرو پیسو ورکولو څخه مخنیوی وشي.
که تاسو د Navigo کارت غړیتوب لرئ (کلنی، میاشتنی) یا که تاسو د Navigo Liberté + کارت کاروئ ، قیمت نه بدلیږي.

د پاریس 2024 پاس به د 2024 په جون کې هم پیل شي. د نورو معلوماتو لپاره، دا پاڼه وګورئ .

د لوبو په جریان کې به د ځینو میټروګانو او ټرامونو سټیشنونه وتړل شي، پشمول د Champs-Elysées - Clémenceau, Concorde, Tuileries, Collette Besson, Porte de Versailles, Porte d'Issy.

دا هم مشوره ورکول کیږي چې د ځینو بیروبار لرونکو سټیشنونو څخه ډډه وکړئ، لکه : gare du Nord, Châtelet-les-Halles, Palais royal - musée du Louvre, Saint-Lazare, Miromesnil, Madeleine, Pigalle, Porte de Clichy, Stalingrad, Jaurès…

یادونه: د JOP رسمي ابلیکیشن " د پاریس عامه ټرانسپورټ 2024 " تاسو ته اجازه درکوي چې د سفر کولو پرمهال خپل سفرونه محاسبه کړئ او خپل ټکټونه واخلئ. دا په 6 ژبو کې شتون لري: فرانسوي، انګلیسي، هسپانوي، پرتګالي، ایټالوی او جرمني.
> د اپل پلورنځي ډاونلوډ لینک (ایپل)
> د Play Store ډاونلوډ لینک (Android)

تاسو کولی شئ د " Ile-de-France Mobilités " سایټ یا اپلیکیشن هم وکاروئ (په فرانسوي او انګلیسي کې شتون لري).
> د اپل پلورنځي ډاونلوډ لینک (ایپل)
> د Play Store ډاونلوډ لینک (Android)

که تاسو موټر چلوئ، تاسو نشئ کولی په سور زون یا سیمه کې موټر وچلوئ یا پارک کړئ، پرته لدې که چیرې تاسو د یو مجاز شخص په توګه پیژندل شوي یاست او د پولیسو د کنټرول وروسته. د نورو معلوماتو لپاره د مجاز خلکو لیست دلته کتلای شئ.

یادونه: د پاریس ښار دلته په نیلي او سرو برخو کې د ترافیکو تګ راتګ، لاسرسي او پارکینګ شرایطو اړوند عمومي پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

د میټرو او موټر پر ځای، موږ تاسو ته مشوره درکوو چې د خپل سفر مسافي ته په کتو د ټرانسپورټ نورې وسیلې وکاروئ :

  • پیاده تګ : د لوبو د سیالۍ ساحو شاوخوا ټولې سیمې د پياده تګ راتګ له لارې د لاسرسي وړ دي.
  • کوواتیوراج ( د موټر شریکول): هر څه دلته تشریح شوي
  • سایکل چلول : د سیالۍ ټول سایټونه به د بایسکل په واسطه د لاسرسي وړ وي (پرته له ویلیپینټ).
یادونه: د ازادو بایسکلونو خدمات لکه Vélib' یا د کرایې بایسکلونه لکه Véligo د 2024 په جولای او اګست کې د نويو سټیشنونو او ځانګړيو نرخونو وړاندیز کولو لپاره خپل وړاندیز پیاوړی کړی (د مثال په توګه: د یوې میاشتې لپاره 53.90 یورو او د دوه میاشتو لپاره 107.80 یورو، د اجباري لومړنۍ بیمې سره).

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، په سړک کې د منډو د سیالو په جریان کې به دا امکان ونلري چې سایکل و چلوئ، او د ورزشکارانو نه څخه پرته نورو ته به سخته وي چې په ورته سړکونو تګ او راتګ وکړي.

ځایی پلورنځي او سوداګرۍ (نانوايګاني، ریسټورانټونه، تمباکوپلورنځي او نور) به خلاص وي.

تاسو کولی شئ د عامه خدماتو تاسیساتو ته هم لاړ شئ ( فرانس خدمات ، د بیمې دفترCPAM ، فرانس تخوی ، او نور).

آفپرا به د جولای له 15 څخه تر 16 اګست 2024 پورې یوازې هغه پناه غوښتونکي مرکو ته دعوت کړي چې په ایل دی فرانس کې اوسیږي. اړونده څانګې عبارت دي له: پاریس (75)، سین-ایټ-مارن (77)، یولینز (78)، ایسون (91)، هاټس-دی-سین (92)، سین-سینټ-ډینس (93)، وال-دی - مارن (94)، وال-د اویس (95).

Paris (75), Seine-et-Marne (77), Yvelines (78), Essonne (91), Hauts-de-Seine (92), Seine-Saint-Denis (93), Val-de-Marne (94), Val-d'Oise (95).

اتحادیو او د ورځې د استقبال مرکزونو ته لاسرسی ممکن د JOP سیالو له کبله په ځانګړي توګه د المپیک لوبو ترسره کیدو سیمو کې متاثره شي. ځینې اتحادیې به خپل دفترونه او د استوګنې ساحې وتړي یا په لنډمهاله توګه بله ځای ته نقل کړي. موږ تاسو ته مشوره درکو چې یادو ادارو یا اتحادیو ته د تګ دمخه له هغوی سره اړیکه ونیسئ.

که تاسو امکان لرئ، نو دا مشوره ورکول کیږي چې په کور کې یا په یو وقف شوي ځای کې (د همکاری ځای، کافې، او نور) کې له لیرې یا له کوره کار وکړئ.

د تیلي تخوی (télétravail) یا له کوره کارکول عموما په اداري یا دفتري مسلکونو کې ممکن دي (مالي او بانکداري خدمتونه، سکرتریت کار، ایډیشن او لیکل، او نور) .

تاسو باید د کور څخه د کار کولو لپاره دخپل صاحب د کار یا استخدام کونکي څخه څومره ژر چې کیږي غوښتنه وکړئ. تاسو باید د هغه سره د کور څخه کارکولو په اړه د خپلو حقونو او مکلفیتونو په اړه هم خبرې وکړئ (د مجاز ورځو شمیر، کارونکي تجهیزات او وسایل، د معلوماتو خوندیتوب، او نور).

یادونه: د مثال په توګه، تاسو کولی شئ په اونۍ کې 3 ورځې د کور څخه کار وکړئ او په نورو ورځو کې د کار ځای ته لاړ شئ او ددې لپاره د ترانسپورت مناسبي لارې چارې ولټوئ ( له نورو سره په ګډ موټر کې سفر، بایسکل، او داسې نور).

په هرصورت، له کور څخه کار کول د خلکو سره په مستقیم تماس کې مسلکونو یا د فزیکي مسلکونو لپاره مناسب نه دی (روغتیا او ټولنیز مسلکونه، هوټلونه / خواړه، د فابریکې کار، او نور).

حلونه شتون لري :

  • له خپل کارمند یا صاحب د کار څخه وغواړئ چې ستاسو ساعتونه تنظیم کړي
  • رخصتۍ واخلئ
  • موټر چلولو او سایکل چلولو ته اولیت ورکړئ (درېیم ګام وګورئ).

او ورپسې څه وکړو؟

که تاسو غواړئ د سپورت سیالۍ وګورئ، لاهم د رسمي لوبو ټیکټ دفتر کې د پیرودلو لپاره ځایونه شتون لري .

تاسو کولی شئ د رسمي ټیکټونو دوباره پلور پلیټفارم هم وکاروئ: "د پاریس 2024 ټکټونه" .

یادونه: محتاط اوسئ او د دې رسمي پلیټ فارمونو یا ویبپاڼو څخه بهر بل ځای ټیکټونه وا نخلئ، ددې خطر شته چې اخیستل شوي ټکټونه ترلاسه نه کړئ یا د المپیک ځایونو ته د ننوتلو توان ونه لرئ.

په پاریس کې به په ټول اوړي کې ډیری فعالیتونه هم ترسره کیږي. دلته د جشنونو ټول تنظیم شوي پیښې ومومئ.

د مثال په ډول:

  • په پارک دی لا ویلیټ (Parc de la Villette) کې د نوي سپورتونو تمرینول او د فرانسوي ورزشکارانو بریاوي شریکول
  • د تروکاډیرو په چمپینز پارک (Champions Park) کې، د ایفل ټاور په څنګ کې، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د سپورت مینه والو سره لیدنه.
یادونه: تاسو کولی شئ د پاریس 2024 کلب کې هم ګډون وکړئ، یوه وړیا برنامه ده چې د 15 څخه پورته عمر لرونکو لپاره خلاصه ده، ترڅو د لوبو څخه خوند واخلي او د فرانسوي لوبغاړو سره د سپورت ننګونو کې برخه واخلي.
د پاڼې سر

9 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
a mugniera mugnierاډمین
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
gitorogitoroد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
nounouد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه