مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
دا چېرته دی ؟
خپل د روغتیا پاس ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
د روغتیا پاس (د اجازت سند یا جواز) د کنټرول یوه برنامه ده چې د COVID-19 ناروغۍ سره د تعامل او کنټرو په موخه رامنځته شوې ده. د دې سند لرل دا تثبتوې چې تاسو د کوویډ 19 ویروس نه لری. دا د QR کوډ ( بارکوډ) شکل لري او کولای شئ د کاغذ یا ډیجیټل (موبایل) کې له ځان سره ولری.
يادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د 2022 کال د جنوري 24 نیټي څخه پاس واکسینال (د واکسین کیدو سند) د روغتیا پاس په ځای په یو لړ سیمو کې غوښتل کيږي.
د ریفیجي.انفو په پاڼه کې د «پاس واکسینال ترلاسه کړئ» فایل هم ولولئ.
>> Voir la fiche Réfugiés.info : "obtenir le pass vaccinal"
د پاس (د اجازت سند یا جواز) ترلاسه کولو لپاره درې لارې شتون لري (له دې 3 لارو څخه یوازې د یوې کارول یې کافي دي):
- د واکسین سند یا سرټفکیټ لرل.
- د PCR مثبت ټسټ د لږ تر لږه د 11 ورځو او یا د 6 میاشتو څخه د کم نیټې لرل،
- د 24 ساعتونو څخه د کمي مودې منفي ازموینه یا ټسټ لرل.
یادونه: د روغتیا پاس وړیا دی او د 12 کلنی څخه پیل او لرل یې ضروري دي.
دا (د اجازت سند یا جواز) د اروپايي اتحادیې په ټولو هیوادونو کې د اعتبار وړ دی او تاسو ته اجازه درکوي چې په اروپا کې وړیا سفر وکړئ. دا سند په فرانسه کې تاسو ته اجازه درکوي چې ځانګړي ځایونو او فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ، لکه: د نمایش تالارونه، تفریحي پارکونه، کنسرټونه، فستیوالونه، د وزش صالونونه، سینماګانې، کافیتریاوي، رستورانتونه، د لویو پلورنځیو مرکزونه، روغتونونه، د تقاعد کورونه ... دا (د اجازت سند یا جواز) به همدارنګه د الوتکې، ریل او بس له لارې د اوږد واټن سفر په وخت هم له تاسو څخه غوښتل کیږي.
- پاس واکسینال د هغو ماشومانو لپاره چې عمرونه یې د 12 او 15 کلنو ترمنځ دي لازمي نه دی، یوازي پاس سانیتر یا د روغیتا جواز کافي دی.
- د روغتیا اړوند خدماتو ځاینو کې پاس سانتیر لازمي دی، همدارنګه د متفاعدو کسانو د اوسیدني ځاینو او اي ایچ پي ډي (EHPAD) کي سره له منفي ازومویني لرلو چې د 24 ساعتونو په موده کې ترسره شوي وي.
- که چیرې د واکسین کولو پاس د اوږد واټن سفرونو، لکه (ریل ګاډي، بس، او نور) لپاره اړین وي، ولي د بیړني حالت (کورنۍ یا روغتیا) په صورت کې استثناء او نه غوښتل کیږي. په دغه ډول حالاتو کې د ساده منفي ازموینې غوښتنه کیږي.
ښه پوهیدل: د روغتیا پاس (د اجازت سند یا جواز) په اړه ټول تازه معلومات د دولت لخوا په لاندې جوړشوي رسمي ویب پاڼه ومومئ.
څنګه یې وکړو ؟
واکسين شوي کسان د واکسین کیدو سرټفکیټ په توسط کولای شي د روغیتا دایمي پاس (اجازت سند یا جواز) ترلاسه کړي. دا سرټفکیټ هغه وخت ورکول کیږي کله چې د واکسین ډوزونه بشپړ شي.
یادونه: دا هم ولولئ: زموږ په رسمي ویب پاڼه ریفیوجي.انفو کې لاندې اړونده معلوماتي فایل هم ولولئ:
"د COVID-19 پر وړاندې واکسین کول"
د دې لپاره چې سند د اعتبار وړ وي، تاسو باید:
- د واکسین دوهم انجیکشن یا پیچکاري مو لږترلږه له 7 ورځو کمه موده کې ترسره کړی يي (فایزر، آسټرازینیکا، ماډرنه)،
- د جانسن / جانسن او جانسن واکسین واحد انجیکشن مو لږترلږه د 4 اونیو موده کې ترلاسه کړی.
- هغو کسانو چې د کرونا ناروغي تیره کړې وي او له 7 ورځو نه کمه موده کې یې خپل یوازینۍ انجیکشن ترسره کړی وي.
یادونه: تاسو کولی شئ دا سند د کاغذ په شکل کې (د خپل واکسین سند سره) له ځان سره ولری او یا ډیجیټل ډول یعني په خپل موبایل تلیفون کې د TousAntiCovid اپلیکیشن له لارې ولری.
د ډیجیټل فارمټ یا شکل کې د خپل واکسین کید سند ترلاسه کولو لپاره تاسو کولی شئ د صحي روغتیا بیمې ویب پاڼې ته لاړ شئ (l'Assurance Maladie). دې صفحي ته تاسو کولی شئ د فرانس کنیکټ (France Connect) یا د خپل آمیلي (Ameli) حساب له لارې داخل شئ. بیا تاسو کولی شئ سند په پی ډی ایف شکل کې ډاونلوډ کړئ.
همدارنګه ستاسو شخصی ډاکټر یا فارماسست هم کولای شي چې دا سند تاسو ته د کاغذ په بڼه چمتو او تاسو ته درکړي.
یادونه : ددې لپاره چې ستاسو د واکسین سرټفکیټ د صحي جواز (پاس سانيتیر) لپاره د اعتبار وړ وي، تاسو باید دریم یا اضافي ډوز د واکسین وکړئ ( د "Et après?" برخې دوهمه مرحله وګورئ)
که تاسو د 6 میاشتو دمخه COVID-19 درلودله، نو تاسو به په اتوماتيک ډول د روغتیا پاس یا جواز ترلاسه کړئ.
بیا تاسو باید د خپل مثبت PCR ازموینې QR کوډ وړاندې کړئ، کوم چې باید د 11 ورځو څخه د زیاتي مودې وي (کله چې تاسو په ویروس اخته نه یاست) او د 6 میاشتو څخه کمه موده ولرئ.
ښه پوهیدل: د انټيجن مثبته ازموینه د اعتبار وړ نده. تاسو د پي سي آر (PCR) ازموینې ته اړتیا لرئ.
یادونه: ټولې پخوانۍ PCR ازموینې د QR کوډ نلري. که تاسو د 2021 کال د اپریل میاشتي یا له دې نه مخکې په کورنا ناروغۍ اخته شوي یاست، نوتاسو باید له هغه لابراتوار سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو ازموینه ترسره کړې وه، ترڅو هغوی د آزموینې پایله بیا د QR کوډ سره تدوین کړئ.
بیا تاسو کولی شئ د TousAntiCovid اپلیکیشن کې خپله د PCR مثبته ازموینه وارده کړئ.
تاسو باید په کرونا ناروغۍ له اخته کیدو څخه شپږ میاشتې وروسته واکسین شوي یاست او یا وروستی منفي ازموینه ولری ترڅو خپل روغتیا پاس یا جواز ولری.
که تاسو COVID-19 ناروغۍ نه لرئ او واکسین شوي هم نه یاست، نو تاسو کولی شئ خپل روغتیا پاس یا جواز د PCR او یا انټيجن منفي ازموینې په لرلو سره ترلاسه کړئ.
یادونه : د پي سي آر (PCR) ازموینه باید په فرانسه کې ادارو ته د لاسرسي لپاره له 24 ساعتونو څخه کمه او د سرحداتو څخه د تیریدو لپاره له 72 ساعتونو څخه کمه موده کې شوی وي. او د انټیجن ازموینه باید 48 ساعته مخکي ترسره شي کله چې تاسو غواړی په اروپا کې او یا اوتخ میر (outre-mer) ته سفر وکړی.
یادونه: د اکتوبر د میاشتي له 15 څخه د پي سي آر او انټیجن ازمویني د بالغو نا واکسین شویو کسانو لپاره وړیا نه دي، یوازي د طبي اړتیاو په صورت کې. همدارنګه په خپله د خپل ځان د کورنا ټسټ یا ازموینه کولو اجازه نشته.
یو کاغذې سند چې دا ثابتوي چې تاسو منفي یاست تاسو ته درکول کیږي کله چې ستاسو د ازموینې پایله معلومه شي. دا د انټيجن آزموینې لپاره یو څو دقیقې وخت نیسي، د بیلګې په توګه په درملتون کې او په لابراتوار کې د PCR ازموینه څو ساعته وخت نیسي.
تاسو به یو اس ایم اس یا یو ایمیل د مربوطه لنک سره ترلاسه کړئ ترڅو تاسو وکولای شئ د SI - DEP پورټل (sur le portail SI-DEP) کې په آنلاین بڼه د خپلې ازموینې سند ترلاسه کړئ. بیا تاسو کولی شئ خپل سند د TousAntiCovid اپلیکیشن ته وارد کړئ.
او ورپسې څه وکړو؟
د واکسین تصدیق نامه یا سند (په ameli.fr کې شتون لري) او د ازموینې پایلي په(si-dep.gouv) شتون لري او اوس مهال دغه سیستم په د اروپا په سطحه همغږي شوي دي. ستاسو د روغتیا پاس له همدې امله د اروپایي اتحادیې په ټولو هیوادونو کې د اعتبار وړ دی او تاسو ته اجازه درکوي په آزاده توګه سفر وکړئ.
یادونه : دا ستاسو د واکسین کولو وروسته 14 ورځې وخت نیسي (او نه لکه په کې چې 7 ورځې ده) ترڅو دوه ډوزه واکسین کول (فایزر، آسترازینیکا، مودرنا) تکمیل شي اود هغو کسانو لپاره چې دمخه یې کوویډ - 19 درلودل.
تاسو کولی شئ خپل صحي پاس په کاغذې بڼه یا ډیجیټل بنه د TousAntiCovid اپلیکیشن له لارې له ځان سره ولری.
ښه پوهیدل: موږ تاسو ته مشوره درکوو چې د خپل منزل مقصود یا هغه هیواد ته چې تاسو سفر کول غواړئ د فرانسي څخه هغه هیواد ته د سفر قوانین او په هغه هیواد کې مقررات او نافذه قوانینو په اړه په لاندې پاڼه لازم معلومات وګورئ :
ستاسو د وروستي انجیکشن څخه څو میاشتې وروسته، د واکسین اغیزمنتوب کمیږي. له همدې امله، د بوسټر دوز اوس سپارښتنه کیږي. د نومبر له 27 راهیسې، د واکسین بوسټر د وروستي انجیکشن یا د COVID-19 وروستي انفیکشن څخه پنځه میاشتې وروسته د 18 کالو او تر هغه پورته عمر ټولو خلکو لپاره خلاص دی.
د واکسین کولو دا بوسټر ستاسو د روغتیا پاسپورت اعتبار باندې پایلې لري:
- د 2021 دسمبر له 15 څخه ، د 65 څخه پورته خلکو لپاره روغتیایی پاس به نور فعال نه وي که چیرې بوسټر د انفیکشن په اوو میاشتو کې یا د وروستي انجیکشن وروسته نه وي جوړ شوی.
- د 2022 کال د جنوري له 15 څخه، روغتیایی پاس به د وروستي انجیکشن څخه اوه میاشتې وروسته د 18 کالو څخه پورته ټولو خلکو لپاره د بوسټر دوز په نشتوالي کې باطل شي.
- د 2022 فبروري له 15 تاریخ څخه ورسته که چیرې تاسو دریم یا اضافي واکسین نه وې کړئ نو د واکسین سرټفکيټ د اعتبار موده به 4 میاشتي وي په ځای د 7 میاشتو.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي