د اروپایی اتحادیې په یو بل هیواد کې د کډوال په توګه میشته کیدل
دا څه شی دی؟
په فرانسه کې د کډوال وضعیت او اسناد لرل تاسو ته اجازه درکوي چې نورو اروپايې هیوادونو ته تګ راتګ وکړئ . د دريو (3) میاشتو څخه د کمې مودې سفر لپاره هیڅ اداري اجراآتو یا ویزي اخیستو ته اړتیا نشته او تاسو په ازادی سره خپل سفر کولای شئ.
په یو بل اروپایي هیواد کې د دایمي میشته کیدو لپاره، تاسو باید په اړونده هیواد کې د فرانسې د اوفپرا (د مهاجرو او بی وطنه د ساتنې اداره) معادله اداري څخه اجازه ترلاسه کړئ. د اړونده اجازت لیک نه پرته، ستاسو د محافظت یا مهاجرت دوسې لیږد ممکن نه دی.
دا د چا لپاره دی؟
ټوله فرانسه
ټوله فرانسه
څنګه وکړو؟
د OFPRA څخه د پوست له لارې د اجازت نامې غوښتنه وکړئ
په یو بل اروپایي هیواد کې د کډوال په صفت میشته کیدو لپاره، تاسو باید OFPRA ته یو لیک ولیکئ. په لیک کې باید ټول هغه دلایل ذکر کړئ چې د هغو په اساس تاسو اجازت لیک درکړل شي.
د مثال په توګه، په اړونده هیواد کې دخپلي کورنۍ سره یوځای کیدل یا د اروپا په کوم هیواد کې دندې موندل هغه لاملونه او دلایل کیدای شي چې ستاسو د کډوالۍ دوسیه او سناد هغه هیواد ته ولیږدول شي.
- تاسو کولی شئ لاندې ادرس ته خپل لیک د پوست له لارې واستوئ:
اوفپرا OFPRA
201 rue Carnot
94136 Fontenay-sous-Bois Cedex
- دا هم امکان لري چې تاسو خپل عریضه او اسناد په خپل لاس په مستقم ډول د اوفپرا دفتر ته چې په فونت (Fontenay-sous-Bois) کې موقیعیت لري تسلیم کړئ.
پته :
201 rue Carnot, 94136 Fontenay-sous-Bois
د اوفپرا د د فتر کارې ورځې : له دوشنبې تر جمعې پورې د سهار له 9 بجو څخه د ماسپښین تر 3 بجو پورې تاسو کولای شئ مراجعه وکړئ.
اوفپرا ستاسو غوښتنه د اړونده هیواد مربوطه اداري ته استوي
اوفپرا (OFPRA) ستاسو غوښتنه په اړونده هیواد کې مربوطه اداري ته چیرې چې تاسو غواړئ میشت شئ د لیږد مسؤلیت په غاړه لري.
په اړونده هیواد کې مربوطه اداره به ستاسو غوښتنه بررسي کړي ترڅو وګوري چې ستاسو دلایل په مربوطه هیواد کې د میشته کیدو لپاره کافي دي او کنه، کله چې دوی خپله بررسي بشپړه کړي بیا به ستاسو د دوسې د د نقل په اړه پریکړه وکړي.
کله چې غوښتنه ومنل شي، ستاسو د کډوالۍ محافظت یا دوسې مسئولیت ستاسو د اوسیدو نوي هیواد پورې ارتباط پیدا کوي
که ستاسو غوښتنه ومنل شي ، OFPRA به تاسو ته خبر درکړي چې ستاسو دوسیه اړوند هیواد ته تسلیم شوه. د اړوند هیواد مربوطه اداره به له تاسو سره په تماس کې شي او د دوسې په اړه به نور معلومات درسره شریک کړي.
او وروسته؟
په نوي هیواد کې خپل ژوند جوړ او پیل کړئ
د اروپايي اتحادیې د هر غړي اداري چاري او فعالیت ممکن له نورسره توپیر ولري. کله چې تاسو په اړونده هیواد کې خپل نوي استوګنځي ته ولاړ شئ، نو د مهاجرینو د هرکلي لپاره مسؤل سازمان سره اړیکه ونیسئ ترڅو د خپولو حقونو او اړونده اجراآتو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.