د کوید COVID-19 وبا پرمهال زما ورځنۍ ژوند

د کوید COVID-19 وبا پرمهال زما ورځنۍ ژوند

په لنډ ډول
وروستی او تازه معلومات (اپډیت)19 nov. 2021

دا څه شی دی؟

د COVID-19 ویروس په ټوله نړۍ کې شتون لري. دا یوه ناروغي ده چې له یو نه تر دری فیصده ناروغانو کې وژونکي کیدای شي. د دې وبا وخت کې د مناسبو حرکاتو او چلند په هکله د لانورو معلوماتو لپاره لاندې شمیرې ته زنګ ووهئ: 0800130000

 د کوید ۱۹ له وبا سره د مبارزې په خاطر رامنځ ته شویو شرایطو او حرکاتو ته درناوی وکړئ:

  • د خبرو اترو په جریان کې د یو متر واټن ته درناوی وکړئ
  •  خپل لاسونه په منظم ډول وینځئ
  •  ماسک واغوندئ که چیرې فاصله د یو متر ممکن نه وي
  • په سترګو، پوزې یا خولې د لاس وهلو ډډه وکړئ
  •  که چیرته ټوخیږې یا پرچیږې، نو خپله خوله او پزه د سنګل او یا دسمال په واسطه پټه کړئ
  •  کور کې پاتې شئ که تاسو د ناروغی نښي نښانې لري 

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

موقع

ټوله فرانسه

څنګه وکړو؟

1

خپل لاسونه په منظم ډول مینځل

لږترلږه د 30 ثانیو لپاره خپل لاسونه په منظم ډول د صابون یا هایدروالکوليیک جیل سره ومینځئ.

2

ټولنیز واټن ته درناوی

ټولنیز واټن مهم دی او د ماسک اغوستل په کورنا د اخته کيدو مخنیوي کې مرسته کوي.

3

د پرچلو (عطسه) په وخت کې د سنګل نه استفاده 

د ناروغي په حالت کې ټوخی یا پرچل (عطسه) کول کوویډ -19
ویروس ډیر زیات خوره وي. دویروس د خوریدو د مخنوې په خاطر د لاس سنګل نه کار اخلئ.

4

که زما روغتیایې حالت ښه نه وې، زه باید انزوا اختیار کړم او له خپل شخصی ډاکټر سره اړیکه ونیسم

که تاسو د COVID-19 نښې ولرئ ، په کور کې پاتې شئ او خپل ډاکټر سره اړیکه ونیسئ.

او وروسته؟

ایا زه له کوره د باندی تللای شم؟

په ټول هیواد کې شب بندیز

د جون میاشتي له 20 څخه په ټول هیواد کې د شپي لخوا شب بندیز ختم شوی دی.

تاسو د تګ را تګ کولو لپاره رسمي اجازت لیک (اتستیشن) ته ضرورت نه لرئ.

په همدې حال کې، شب بندیز اوس هم په ځانګړې ډول د اتخ میر(Outre-Mer) په ځینو ساحو کې جریان لري، لکه: la Guadeloupe, la Martinique et Saint-Martin

ڼوټ: تاسو کولای شئ نور معلومات د وزارت داخله په ویب پانه کې ومومئ: Ministère de l'Intérieur

زه مریض یم، څه باید وکړم؟

  • زه تخیږم، زه سردرد لرم : زه باید خپل شخصې داکټرته زنګ ووهم
  • زه تخیږم، زه سردرد لرم، زه په ساه اخیستو کې ستونزه لرم او زه خه احساس نه کوم: زه 115 ته زنګ وهم
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
2 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Comité de la Démarche Accessible

Comité de la Démarche Accessible